واشنګټن – امریکا خپلې دفاعي لومړیتوبونه له سره تعریف کړل؛ تمرکز پر لوېدیځ نیمکره، خو منځنی ختیځ او ایران لا هم مهم پاتې دي
بریانیوز:(دوشنبه ۶دلو۱۴۰۴) واشنګټن – د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په خپل تازه خپور کړي دفاعي ستراتیژیک سند کې اعلان کړی، چې د واشنګټن امنیتي تمرکز به تر ډېره د لوېدیځ نیمکرې پر لور واوړي، خو سره له دې، منځنی ختیځ او په ځانګړي ډول ایران لا هم د امریکا په امنیتي محاسباتو کې مهم او اغېزناک ځای لري
د یاد سند له مخې، امریکا هڅه کوي خپلې پوځي سرچینې او ستراتیژیک تمرکز هغو سیمو ته واړوي، چې د دې هېواد له ملي امنیت سره مستقیم تړاو لري، خو په عین حال کې ټینګار کوي چې په منځني ختیځ کې روان تحولونه، سیمهییز رقابتونه او د ایران رول د واشنګټن له پامه نه غورځول کېږي
په سند کې ایران د امریکا لپاره یو «دوامدار ستراتیژیک چلنج» بلل شوی او ادعا شوې، چې تهران د خپلو پوځي وړتیاوو د بیا رغولو او پیاوړتیا هڅه کوي. خو راپور زیاتوي، چې دا ادعاوې تر اوسه د خپلواکو او بېطرفه سرچینو لهخوا په بشپړه توګه نه دي ارزول شوي
د امریکا د دفاع وزارت په وینا، د نړیوال امنیتي چاپېریال بدلون، د لویو قدرتونو ترمنځ سیالي او نوې ګواښونه دا اړتیا رامنځته کړې، چې واشنګټن خپلې دفاعي تګلارې له سره تنظیم کړي. په دې لړ کې له متحدانو غوښتل شوي، چې د خپلې سیمې د امنیت په برخه کې لا زیات مسؤلیت پر غاړه واخلي او پر امریکا د بشپړ تکیې پر ځای، ګډ امنیتي رول ولوبوي
امنیتي شنونکي وایي، دا نوې تګلاره ښيي چې امریکا غواړي په تدریجي ډول له ځینو نړیوالو امنیتي بارونو ځان سپک کړي، خو بیا هم د منځني ختیځ له پېچلي وضعیت څخه په بشپړه توګه نه شاته کېږي. د هغوی په باور، دا بدلون کولای شي د سیمې د قدرت توازن، پوځي همغږۍ او سیاسي معادلات تر اغېز لاندې راولي
د سیمې د چارو څېړونکي باور لري، چې د امریکا دا دریځ د افغانستان لپاره هم غیرمستقیم اهمیت لري. د هغوی په وینا، د امریکا د امنیتي تمرکز هر ډول بدلون د سیمې پر سیاست، د ګاونډیو هېوادونو پر دریځونو او د افغانستان پر امنیتي او اقتصادي وضعیت اغېزې لرلای شي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له بېثباتۍ او نړیوالې انزوا سره مخ دی
شنونکي زیاتوي، چې د امریکا لهخوا پر متحدانو د امنیتي مسؤلیتونو د زیاتولو غوښتنه کولای شي د سیمهییزو قدرتونو رول پیاوړی کړي، خو دا به هغه وخت اغېزمنه وي، چې دغه متحدان د ګډو ګواښونو پر وړاندې همغږي او روښانه ستراتیژي ولري
د راپور په پای کې ویل شوي، چې د امریکا د دفاعي لومړیتوبونو دا بیا تعریف د نړیوال امنیتي نظم د بدلون نښه ده؛ داسې بدلون چې پایلې به یې یوازې پر امریکا نه، بلکې پر منځني ختیځ، مرکزي او جنوبي اسیا او په ټوله کې پر نړیوال سیاست اغېز ولري. د څېړونکو په باور، افغانستان به هم د دغو ستراتیژیکو بدلونونو له سیوري بهر پاتې نه شي او د سیمې د تحولاتو اغېزې به پر دې هېواد هم احساس شي