په هرات کې د امر بالمعروف محدودیتونه سخت شوي؛ د ښاریانو پر ورځني ژوند مخ په زیاتېدونکی فشار؛
بریانیوز:(دوشنبه ٧دلو۱۴۰۴)
په وروستیو اوونیو کې د هرات ولایت اوسېدونکي د دې ولایت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست لهخوا د نويو سختدریځو محدودیتونو او چلندونو له څپې سره مخ شوي دي؛ داسې اقدامات چې د ښاریانو په وینا، د هغوی ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی او د ښار ټولنیز فضا یې تر سخت فشار لاندې راوستې ده.
وروسته له هغه چې تر دې وړاندې( رکشا) وسایطو ته امر شوی و چې ښځې بې له محرم څخه انتقال نه کړي، اوس دا محدودیتونه ټکسي موټرو ته هم غځول شوي دي. د نوي حکم له مخې، ټکسي چلوونکي د ښځو له محرم پرته له لېږدولو منع شوي دي او د سرغړونې په صورت کې به له سختو سزاوو سره مخ شي؛ چې پکې د شپږو میاشتو لپاره د موټر توقیف او نغدي جریمه شاملې دي. دا پرېکړه په عملي ډول د ښځو لاسرسی عامه ترانسپورتي خدماتو ته ډېر محدود کړی او پراخې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې یې رامنځته کړې دي.
هممهاله، د امر بالمعروف ځواکونه د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي تر څو د هغو ښځو د تګ راتګ مخه ونیسي چې بې له محرم او بې له برقع ګرځي. د عیني شاهدانو په وینا، په ځینو مواردو کې چې ښځو د دې چلند پر وړاندې مقاومت کړی، هغوی په زور د امر بالمعروف ریاست ته انتقال شوې او د یوې مودې لپاره توقیف شوې دي. وروسته د کور نارینه غړی ورغوښتل شوی او ترې لیکلی تعهد اخیستل شوی؛ داسې اقدام چې له حقوقي او انساني پلوه جدي اندېښنې راولاړوي.
دا فشارونه یوازې پر ښځو نه دي محدود شوي، بلکې نارینه هم د سختدریځو چلندونو هدف ګرځېدلي دي. شاهدان وايي، د امر بالمعروف ځواکونه دکانونو او عامه ځایونو ته ورځي او که د اشخاصو ظاهري بڼه (لکه ږیره یا د سر وېښتان) د هغوی له معیارونو سره سمون ونه لري، نو له سپکاوي ډک چلند او ان تر ۲۴ ساعته توقیف پورې اقدام کوي. دا ډول کړنې د دوکاندارانو او ښاریانو ترمنځ د وېرې او بېباورۍ فضا پراخه کړې ده.
د دې ادارې ته نږدې د یوې سرچینې د څرګندونو له مخې، د هرات د امر بالمعروف رئیس، شیخ عزیزالرحمن، د ډېر سختدریځه او افراطي فکر څښتن بلل کېږي. د دې سرچینې په وینا، نوموړی باور لري چې د افغانستان ټولنه په تېرو کلونو کې د لوېدیځ له «فاسد» فرهنګ څخه اغېزمنه شوې او د اصلاح یوازینۍ لار یې زور او فشار دی؛ داسې لیدلوری چې هر ډول زغم او ټولنیز مدارا ردوي.
بله اندېښمنوونکې موضوع دا ده چې د دې ریاست پر کړنو د نورو حکومتي بنسټونو لهخوا هېڅ ډول څار او کنټرول نه شته. د ځایي سرچینو په وینا، په هرات کې ټول دولتي ارګانونه، د ولایت مقام په ګډون، د امر بالمعروف ریاست تر نفوذ لاندې دي او د دې پرېکړو پر وړاندې د مقابلې توان یا واک نه لري.
دوکانداران او د سیمې مشران وايي چې څو ځله یې خپلې شکایتونه د هرات له والي، شیخالاسلام جار، سره شریک کړي دي؛ خو د والي ځواب نا هیلوونکی و. د هغوی په وینا، والي څرګنده کړې چې د امر بالمعروف ریاست په مستقیم ډول له کندهاره امر اخلي او د ولایت مقام په عملي ډول د مداخلې یا د وضعیت د بدلون توان نه لري.
په ټوله کې، د دې سیاستونو سختېدل نه یوازې دا چې د هرات پر ښاریانو پراخ فردي او ټولنیز محدودیتونه لګوي، بلکې د عامه نارضایتۍ او ټولنیزو کړکېچونو د زیاتېدو خطر هم له ځان سره لري؛ هغه موضوع چې که دوام ومومي، د دې ولایت د ټولنیز او اقتصادي ثبات لپاره به ژورې پایلې ولري.