عدليي وزارت: د طالبانو پر قوانینو نیوکه، پر شرعيت نیوکه د او قانوني تعقیب لری
-
نعمت
08 دلو 1404
15
عدلیې وزارت: پر تقنيني اسنادو نیوکه د شریعت اعتراض بلل کېږي
بریانیوز:(چهار شنبه،٨ دلو۱۴۰۴)
د طالبانو د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دې نظام ټول تقنيني اسناد د علماوو د یوه ځانګړي پلاوي له لوري د الله (ج) د کتاب، د رسول الله (ص) د سنتو او د حنفي فقهې د معتبرو کتابونو پر بنسټ تدوین او ارزول کېږي.
د اعلامیې له مخې، دغه اسناد تر توشېح مخکې له شریعت سره د مطابقت له پلوه هر اړخیزه څېړل کېږي او په کې داسې هېڅ ماده نشته چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي.
عدلیې وزارت ټینګار کړی، چې پر دغو قوانینو نیوکه د شریعت پر وړاندې اعتراض بلل کېږي.
په اعلامیه کې راغلي، هغه کسان چې پر یادو قوانینو نیوکه کوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به د قانوني تعقیب لپاره معرفي شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان خپل تعبیر د اسلام یوازینی سم او پر حق تعبیر بولي، خو په مقابل کې ګڼو دیني علماوو، فقهاوو او حقوقي پوهانو د طالبانو پر تازه تدوین شوي جزايي قانون نیوکې کړي دي. یادو علماوو او متخصصینو ویلي، چې ځینې مادې له اسلامي اصولو، د فقهې له اختلافاتو او د عدالت له بنسټیزو معیارونو سره په ټکر کې دي.
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1102
-
اخبار افغانستان
214
-
مقاله
81
-
Uncategorized
17
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl