news اخبار فوری
clock

هرات ولایت کې د هدفي وژنو زیاتوالی؛ په یوه اوونۍ کې اووه کسان وژل شوي:

هرات ولایت کې د هدفي وژنو زیاتوالی؛ په یوه اوونۍ کې اووه کسان وژل شوي:

هرات ولایت کې د هدفي وژنو زیاتوالی؛ په یوه اوونۍ کې اووه کسان وژل شوي:

بریانیوز:(چهار شنبه،٨ دلو۱۴۰۴) 

هرات کې په یوه اوونۍ کې د بېلابېلو پېښو له امله اووه کسان وژل شوي

بریا نیوز ته رسېدلي معلومات ښيي چې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې د جلا جلا پېښو له امله لږ تر لږه اووه کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې یو صراف، دوه ځوانان چې له تفریح څخه د راستنېدو پر مهال د هرات–کرخ پر لویه لاره وژل شوي، یو کم‌عمره لاس‌پلورونکی، یو سړی د ښار په یوولسمه ناحیه کې، او همدارنګه د ښار په مرکزي سیمو کې د هدفي ترور دری جلا پېښې شاملې دي.

د راپورونو پر بنسټ، د یادو پېښو تر ټولو وروستۍ هغه د یکشنبې په مازدیګر، د دلو د میاشتې په پنځمه نېټه، د مجیدي سړک ته څېرمه رامنځته شوې ده. تر اوسه د دغو پېښو د عاملینو او انګېزو په اړه رسمي او کره معلومات نه دي خپاره شوي.

دغه پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د هرات ښار اوسېدونکي د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله اندېښنه څرګندوي او د مسوولو ادارو څخه د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto