news اخبار فوری
clock

کابل – په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو حذف او د ښوونې ژورېدونکی بحران

کابل – په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو حذف او د ښوونې ژورېدونکی بحران

بریانیوز(چهارشنبه، ۸ دلو۱۴۰۴)  کابل – د افغانستان د پوهنې نظام د خپل تاریخ له تر ټولو سخت او نازک پړاو سره مخ دی؛ داسې پړاو چې د ښځینه ښوونکو پرله‌پسې حذف او پراخو محدودیتونو یې د زده‌کړو بنسټونه لړزولي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) تازه ارزونې ښيي چې د دې کړنو مستقیمه پایله د زده‌کوونکو د زده‌کړې د کیفیت کمزوري کېدل او د تعلیمي نابرابرۍ ژورېدل دي

د یونیسف د راپور له مخې، د زده‌کړې کیفیت هغه مهال لوړ وي چې ښوونکي د پیاوړې علمي پوهې، مسلکي روزنې او لوړو تحصیلاتو څښتنان وي. خو په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د ښځینه ښوونکو له څنډې ته کولو سره، دا بنسټیز اصل له پامه غورځول شوی او د ښوونیز نظام پر راتلونکي یې دروند سیوری غوړولی دی

یونیسف ټینګار کوي چې ښځینه ښوونکي د زده‌کړې په بهیر کې نه بدلېدونکی رول لري، په ځانګړي ډول د لومړنیو ټولګیو او نجونو د زده‌کړې په برخه کې. د دې ادارې په وینا، د وړ او مسلکي ښځینه ښوونکو شتون کولای شي د زده‌کوونکو د زده‌کړې کچه لوړه کړي، د باور فضا پیاوړې کړي او ښوونیز چاپېریال لا خوندي او ټولشموله کړي

ښوونیز کارپوهان وایي، په ډېرو ولایتونو کې ښځینه ښوونکي د ښوونځیو د ستنو حیثیت لري. د هغوی لرې کول نه یوازې دا چې زرګونه ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې، له معیاري زده‌کړې بې‌برخې کړي، بلکې د ښوونې په سیستم کې یې ژوره تشه رامنځته کړې ده. د دوی په باور، دا وضعیت به په اوږدمهال کې د بشري پانګې، اقتصادي ودې او ټولنیز ثبات لپاره ناوړه پایلې ولري

یونیسف همداراز خبرداری ورکړی چې که پر ښوونې پانګونه ونه شي او د ښځینه ښوونکو د ګمارنې او روزنې مخه و نه نیول شي، نو د تعلیمي شاتګ بهیر به لا چټک شي. دا اداره د واکمنو چارواکو او نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د پوهنې سکتور ته د یوې بېړنۍ او حیاتي اړتیا په توګه وګوري

په داسې حال کې چې میلیونونه افغان ماشومان له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي، د ښځینه ښوونکو حذف د هېواد د زده‌کړې پر نظام یوه داسې ضربه بلل کېږي چې اغېزې به یې د نسلونو تر اوږدو پورې محسوسې وي. شنونکي وایي، د افغانستان د روښانه سبا لپاره د ښځو ګډون په ښوونه کې نه یوازې یو انتخاب، بلکې یو حیاتي ضرورت دی

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto