news اخبار فوری
clock

کابل – نړیوال بانک: د طالبانو نږدې نیمايي بودیجه پر امنیت لګېدلې، بېوزلي او اقتصادي فشارونه دوام لري

کابل – نړیوال بانک: د طالبانو نږدې نیمايي بودیجه پر امنیت لګېدلې، بېوزلي او اقتصادي فشارونه دوام لري

بریانیوز(چهارشنبه، ۸ دلو۱۴۰۴) کابل – نړیوال بانک په خپل تازه اقتصادي راپور کې اندېښنه څرګنده کړې چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د افغانستان د ټولې بودیجې نږدې نیمايي برخه پر امنیتي سکتور لګولې، هغه مهال چې هېواد له ژورو اقتصادي ستونزو، پراخې بېوزلۍ او د خلکو د عاید د کمېدو سره مخ دی

د راپور له مخې، طالبانو په یادې مودې کې شاوخوا ۹۶.۹ میلیارده افغانۍ پر امنیتي برخو مصرف کړې دي، چې دا د ټولې بودیجې ۴۸ سلنه جوړوي. نړیوال بانک وایي، دا کچه د لګښتونو تر ټولو لویه برخه ده او پر نورو بنسټیزو برخو یې سیوری غوړولی دی

نړیوال بانک خبرداری ورکوي چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۵ کال کې له جدي ننګونو سره مخ و. د کډوالو پراخ راستنېدل، له پاکستان سره د پولو اوږدمهاله تړل کېدل او پر بازارونو فشارونو اقتصادي وضعیت لا پسې زیانمن کړی دی. د راپور له مخې، تمه ده چې سږ کال به د هر افغان په منځني عاید کې ۴ سلنه کموالی راشي او پراخه بېوزلي به لا هم دوام ومومي

راپور څرګندوي چې که څه هم پر پراختیايي چارو یوازې ۱۵.۷ میلیارده افغانۍ لګول شوې، خو له ۱۰۰ میلیاردو زیاتې افغانۍ په ملکي برخو او عامه خدماتو مصرف شوې دي، چې دا هم د امنیتي لومړیتوبونو تر سیوري لاندې راغلي دي

نړیوال بانک همداراز ویلي چې افغانستان د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې له خپلو عوایدو څخه زیات لګښت کړی دی. د راپور له مخې، ټول عواید ۲۰۰.۹ میلیارده افغانۍ او ټول لګښتونه ۲۰۲.۹ میلیارده افغانۍ ثبت شوي، چې له امله یې د نږدې ۲ میلیارده افغانیو کسر رامنځته شوی دی

اقتصادي کارپوهان باور لري چې پر امنیت د بودیجې تمرکز د پوهنې، روغتیا او نورو بنسټیزو خدماتو سرچینې کمزورې کړې دي. د اقتصادي چارو کارپوه بهرام رامش وایي:

کله چې پر امنیت لګښتونه زیات او پر پراختیايي چارو کم شي، د کار زمینه له منځه ځي، بېکاري او بېوزلي زیاتېږي او تر ټولو ډېر زیان ښځو او ماشومانو ته رسېږي

راپور همداراز ښيي چې د دسمبر په میاشت کې د پاکستان له لوري د پولو تړل کېدو د افغانستان پر صادراتو منفي اغېز کړی، خو په عین حال کې د ایران او مرکزي اسیا له لارې واردات زیات شوي دي. د همدې بدلونونو له امله، د مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د افغانستان سوداګریز کسر ۸.۵ میلیاردو ډالرو ته رسېدلی دی

نړیوال بانک زیاتوي چې هند اوس د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار ګرځېدلی او یوازې د دسمبر په میاشت کې د افغانستان د ټولو صادراتو ۶۱ سلنه دغه هېواد ته صادر شوي دي. همداراز، د روان مالي کال په ترڅ کې د ازبکستان ونډه هم ۷.۷ سلنې ته لوړه شوې ده

په داسې حال کې چې نړیوال بانک د بېوزلۍ د دوام او پر امنیتي لګښتونو د ټینګار په اړه جدي اندېښنه څرګندوي، تر دې وړاندې د پیسو نړیوال صندوق او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام هم خبرداری ورکړی و چې دا ډول اقتصادي تګلارې د خلکو د ژوند د ښه کېدو او د افغانستان د تلپاتې پراختیا مخه نیسي

شنونکي وایي، که د بودیجې لومړیتوبونه بدلون ونه کړي او پر تولید، کارموندنې او ټولنیزو خدمتونو پانګونه زیاته نه شي، نو د افغانستان اقتصادي راتلونکی به لا هم له ناڅرګندتیا او ستونزو سره مخ پاتې شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto