news اخبار فوری
clock

ریاض / تهران – د سعودي عربستان ولیعهد او صدراعظم، محمد بن سلمان د ایران پر وړاندې به زموږ فضا او خاوره د جګړې لپاره نه کارېږي

ریاض / تهران – د سعودي عربستان ولیعهد او صدراعظم، محمد بن سلمان   د ایران پر وړاندې به زموږ فضا او خاوره د جګړې لپاره نه کارېږي

بریانیوز(چهارشنبه، ۸ دلو۱۴۰۴) ریاض / تهران – د سعودي عربستان ولیعهد او صدراعظم، محمد بن سلمان، د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په یوه مهمه ټیلیفوني اړیکه کې ټینګار کړی چې سعودي عربستان به هېڅکله هم د ایران پر وړاندې د هر ډول نظامي اقدام لپاره د خپلې هوايي فضا یا خاورې د کارولو اجازه ورنه کړي

د نړیوال خبري اژانس رویټرز د راپور له مخې، دغه ټیلیفوني خبرې اترې په داسې حساسو شېبو کې ترسره شوې دي چې سیمه د سیاسي کړکېچونو او امنیتي اندېښنو له زیاتوالي سره مخ ده. بن سلمان په دې خبرو کې روښانه کړې چې ریاض د جګړې پر ځای د سولې، ثبات او خبرو اترو پلوی دی

سعودي ولیعهد ویلي، د هغه هېواد له هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې د شخړو او اختلافاتو د حل یوازینۍ لاره ډیپلوماسي او تفاهم بولي. نوموړي ټینګار کړی چې دوامدار امنیت یوازې هغه وخت شونی دی چې هېوادونه د زور کارولو پر ځای، د خبرو مېز ته کښیني

د راپور له مخې، محمد بن سلمان زیاته کړې چې سعودي عربستان غواړي په سیمه کې د تشنج د کمولو، باور جوړونې او متقابل درناوي له لارې دایمي ثبات رامنځته شي. هغه د ایران له ولسمشر سره د اړیکو د ښه والي پر ارزښت هم خبرې کړي او دا یې د سیمې د امنیت لپاره مهم ګام بللی دی

له بلې خوا، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د خبرو اترو هرکلی کړی او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی. شنونکي وایي، دا ډول تماسونه ښيي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي د تېرې سیالۍ پر ځای د نوې سیاسي همغږۍ لور ته ګام واخلي

سیاسي کارپوهان باور لري چې د سعودي عربستان دا څرګند دریځ نه یوازې د ایران لپاره د ډاډ پیغام دی، بلکې د سیمې نورو هېوادونو ته هم دا پیغام رسوي چې ریاض د جګړې پر ځای د سولې محور ګرځېدلی دی

په داسې حال کې چې منځنی ختیځ لا هم له بې‌ثباتۍ سره مخ دی، د سعودي او ایران ترمنځ دا تماس د سیمې د راتلونکو بدلونونو لپاره یو مهم او هیله‌بښونکی پرمختګ بلل کېږ

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto