پزشکیان د اسلامي هېوادونو پر یووالي او فعالې ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ؛ تهران واشنګټن ته د پاروونکو کړنو خبرداری ورکړ
بریانیوز(جمعه،٩ دلو۱۴۰۴) د ایران د ولسمشرۍ دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي پر پیاوړتیا او د سیمې د کړکېچونو د کمولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی
د الجزیرې د راپور له مخې، چې د پنجشنبې په ورځ، د جنورۍ ۲۹مه خپور شوی، پزشکیان دا څرګندونې له د قطر له امیر او د پاکستان له لومړي وزیر سره په جلا جلا ټیلیفوني خبرو کې کړې دي. په دغو خبرو کې د سیمې وروستي سیاسي، امنیتي او ډیپلوماټیک بدلونونه څېړل شوي دي
له عزت سره ډیپلوماسي
د ایران د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې پزشکیان پر خبرو اترو او ډیپلوماسۍ باور لري، خو یوازې هغه مهال چې د ایران ملي ګټې، خپلواکي او عزت خوندي وي. هغه زیاته کړې چې ایران تل هڅه کړې اختلافونه د سیاسي او سولهییزو لارو حل کړي
خو د ایران ولسمشر په عین حال کې ټینګار کړی چې که اړتیا پېښه شي، ایران به له خپل مشروع حق څخه د ځان د دفاع لپاره کار واخلي؛ هغه دریځ چې د تهران د ډیپلوماسۍ او دفاعي سیاست ترمنځ توازن ښيي
امریکا ته څرګند پیغام
په اعلامیه کې راغلي چې پزشکیان ایالات متحده امریکا ته خبرداری ورکړی چې که واشنګټن رښتیا هم د واقعي ډیپلوماسۍ غوښتونکی وي، نو باید خپل ګواښونه، پاروونکې کړنې او یو اړخیز فشارونه پر ایران ودروي
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ایران ته د اټومي پروګرام په اړه د خبرو بلنه ورکړې وه، خو هممهاله یې خبرداری ورکړی و چې که تهران دا بلنه ونه مني، نو «راتلونکی امریکایي برید به ډېر شدید وي»
د سیمې په کچه د کړکېچ د مهار هڅې
سیاسي شنونکي باور لري چې د قطر او پاکستان له مشرانو سره د ایران د ولسمشر تماسونه، د سیمې په کچه د همغږۍ رامنځته کولو، د تاوتریخوالي د مخنیوي او د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي هڅه ده؛ په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې د سیمې امنیتي وضعیت له جدي ننګونو سره مخ دی
په ټوله کې، د تهران پیغام څرګند دی: ایران ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي، خو ګواښ او فشار د خبرو اترو بهیر له خطر سره مخ کوي