مسکو – د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف: ایران د هرمز تنګي او خلیج فارس په لرلو ځانګړی ژئواستراتژیک اهمیت لري
بریانیوز(جمعه،٩ دلو۱۴۰۴) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، له ترکي رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې ایران د نړۍ له مخکښو د تېلو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی او ټینګار یې کړی چې امریکا هڅه کوي د دې هېواد د تېلو د بهیر کنټرول په خپل لاس کې واخلي. د هغه په وینا، واشنګټن د ایران د انرژۍ ظرفیتونو ته د اقتصادي او ستراتېژیک فرصت په سترګه ګوري
لاوروف وویل، د ایران جغرافیایي موقعیت له ونزوېلا سره بنسټیز توپیر لري. هغه زیاته کړه چې ونزوېلا په ازاد سمندر کې موقعیت لري، خو ایران د هرمز تنګي او خلیج فارس کنټرول ته نږدې پروت دی؛ هغه سمندري لارې چې د نړۍ د تېلو د لېږد لپاره حیاتي ارزښت لري. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په باور، همدا ژئواستراتژیک موقعیت ایران د نړیوالو قدرتونو، په ځانګړي ډول د امریکا، د پام وړ ګرځولی دی
د هغه په وینا، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ حکومت په ښکاره ډول اعلان کړي چې د نړیوالو انرژۍ لارو امنیت د واشنګټن له لومړیتوبونو څخه دی، او دا چاره د دې سبب شوې چې د ایران د ظرفیتونو پر وړاندې لېوالتیا او سیاسي فشارونه زیات شي. لاوروف ټینګار وکړ چې دا وضعیت د سیمې لپاره خطرناک تمامېدای شي که چیرې له احتیاطه کار وانه خیستل شيسرګي لاوروف وویل: «زه هیله لرم چې احتیاط او عقل سلیم بریالی شي.» هغه خبرداری ورکړ چې هر ډول شخړه یا ناڅاپي کړکېچ د خلیج فارس په څېر حساسو سیمو کې نه یوازې د سیمې، بلکې د نړیوال اقتصاد لپاره هم دروند قیمت لري
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، هم د ناوړه وضعیت د مخنیوي غوښتنه کړې ده. د لاوروف په وینا، ترکیه لکه روسیه چمتو ده چې د منځګړي رول ولوبوي او د کړکېچ د راکمولو لپاره سیاسي هڅې وکړي
هغه زیاته کړه چې مسکو له دواړو لورو، یعنې ایران او اسرائیل، سره ښې اړیکې لري او روسیه تل هڅه کړې چې د منځګړیتوب له لارې تاوتریخوالی کم کړي. لاوروف وویل: «له دې امله چې موږ له دواړو اړخونو سره اړیکې لرو، تل د منځګړیتوب هڅه کوو څو کړکېچ کنټرول او د شخړې د پراخېدو مخه ونیسو
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د منځني ختیځ وضعیت لا هم نازک بلل کېږي او د هرمز تنګي امنیت د نړۍ د سترو قدرتونو لپاره حیاتي ارزښت لري. شنونکي باور لري چې د روسیې او ترکیې د منځګړیتوب هڅې ښايي د سیمې د ثبات په ساتلو کې مهم رول ولوبوي، خو دا به تر ډېره د ښکېلو لورو د سیاسي ارادې او عقلانیت پورې تړلې وي