د هرات امنیه قومندانۍ: په دوو میاشتو کې نږدې ۴۰۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي
بریانیوز( شنبه, ١١ دلو ١٤٠٤)
د هرات د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د حرفوي غلو درې ډلې نیولي دي، چې د موټرسایکلونو او موټرو د غلا په جرمونو کې ښکېلې وه. د چارواکو په وینا، دغو کسانو د ښار په بېلابېلو سیمو کې د خلکو موټرونه، موټرسایکلونه او نور شخصي توکي غلا کول.
د هرات امنیتي چارواکي زیاتوي، چې یوازې په تېرو دوو میاشتو کې نږدې ۴۰۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي. په دغو جرمونو کې وسلهوالې غلاوې، قتل، د غیرقانوني وسلو لېږد، د عامه نظم ګډوډول او نور جنایي جرمونه شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات ښار اوسېدونکي د غلاوو د زیاتېدو له امله جدي اندېښنه څرګندوي. د ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې په وروستیو اوونیو کې غله ان د ورځې په رڼا کې دوکانونه لوټي او یا هم موټرونه او موټرسایکلونه تښتوي، چې دې وضعیت د خلکو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د هرات اوسېدونکي له مسؤلو چارواکو غواړي، چې د امنیت د ټینګښت لپاره عملي او جدي ګامونه پورته کړي، د غلاوو او نورو جنایي جرمونو پر وړاندې مبارزه لا پیاوړې کړي او د خلکو د سر او مال خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې، د امنیتي ادارو مسوولین ډاډ ورکوي، چې د جرمونو د مخنیوي او د امنیت د ټینګښت لپاره خپلې هڅې روانې ساتي او هڅه کوي، څو د ښار اوسېدونکو ته یو خوندي چاپېریال برابر کړي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1540
-
اخبار افغانستان
537
-
مقاله
199
-
سیاست
30
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl