سرچینې: د طالبانو تر واک لاندې یو بنسټ د علمي معیارونو خلاف د دوکتورا او لسانس اسناد توزیع کوي
بریانیوز (شنبه، ١١ دلو ١٤٠٤)
بریانیوز داسې راپورونه ترلاسه کړی، چې د «عبدالله بن مسعود ټولنه» په نوم یو بنسټ، چې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت پورې تړاو لري، د دې ډلې غړو ته د دوکتورا اسناد وېشي.
د سرچینو په وینا، دغه بنسټ نه یوازې د دوکتورا اسناد ورکوي، بلکې د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو د شرعیاتو استادان هم ټاکي. همدارنګه، د شرعیاتو د استادانو د عقایدو ارزونه او د هغوی له دندو څخه لرې کول هم د همدې بنسټ له لوري ترسره کېږي.
سرچینی زیاتوي چې یاد بنسټ تعلیمي څانګې، کتابتون او د طالبانو لپاره د تدریس ځانګړي ځایونه لري.
ترلاسه شوې یوې تصدیقنامې ښودلې چې یو تن زدهکوونکی د افتاء او قضاء په څانګه کې د څلورو سمسټرونو تر بشپړولو وروسته، د خپلې دوکتورا د رسالې د لیکلو په پړاو کې دی؛ خو لا هم روښانه نه ده چې دغه بنسټ د کومو علمي او اکادمیکو معیارونو پر بنسټ د دوکتورا اسناد صادروي.
په ورته وخت کې، سرچینې وایي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، هغو کسانو ته هم د لسانس درجې اسناد ورکول کېږي چې یوازې یې په مدرسو کې د شپږو میاشتو یا تر هغه هم لنډه تعلیمي دوره تېره کړې وي.
د پوهنتون استادانو او علمي کادرو په وینا، دا کړنه به د افغانستان د لوړو زدهکړو سیستم لپاره ډېرې ناوړه پایلې ولري او د علمي اعتبار د لهمنځه تلو سبب به شي.
تر دې وړاندې هم راپورونه خپاره شوي وو چې طالبانو یو شمېر جګړهکوونکو ته، د لنډمهاله روزنیزو دورو له تېرولو وروسته، د ماسټرۍ اسناد ورکړي وو؛ هغه موضوع چې د لوړو زدهکړو د نظام د سیاسي او ایډیولوژیک کېدو په اړه یې جدي اندېښنې راپارولې دې.
د لوړو زدهکړو د برخې څارونکي خبرداری ورکوي چې د علمي معیارونو له پامه غورځول او غیرمسلکي کسانو ته د تحصیلي اسنادو ورکول، نه یوازې د پوهنتونونو حیثیت ته زیان رسوي، بلکې د هېواد د بشري پانګې راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.