news اخبار فوری
clock

ځايي سرچینې: طالبانو د کندز دشت آبدان کې د یوې کورنۍ درې غړي په ډزو ووژل

ځايي سرچینې: طالبانو د کندز دشت آبدان کې د یوې کورنۍ درې غړي په ډزو ووژل

بریا نیوز ته ځایي سرچینو ویلي، چې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د دشت آبدان په سیمه کې د طالبانو وسله‌والو درې تنه د یوې کورنۍ په ډزو وژلي دي.

بریا نیوز ( دوشنبه، ١٣ دلو ١٤٠٤)

د قربانیانو خپلوانو ویلي، چې طالبان د (څړځای) پر سر په یوه محلي شخړه کې مداخله کړې او پر دغو کسانو یې ډزې کړې دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه وروڼه عبد‌الولي او محمدولي او د هغوی د تره زوی بای خان وژل شوي دي. دا پېښه د دلو میاشتې په ۱۰مه رامنځته شوې ده.

د وژل شویو کسانو نږدې خپلوان وایي، چې طالبانو په یوه حقوقي موضوع کې لاسوهنه کړې او د ځواک او وسلو په ناوړه ګټه‌اخیستنې سره یې د دوی د کورنۍ غړي وژلي دي. هغوی د طالبانو له مشر هبت‌الله اخندزاده څخه غوښتي، چې د دې قضیې د روڼې څېړنې لپاره یو بې‌طرفه پلاوی وټاکي.

د وژل شویو کسانو له خپلوانو څخه یوه ویلي، چې کورنۍ یې د مړو د خښولو لپاره چمتو نه وه او غوښتل یې د اعتراض په توګه جسدونه د کندز ښار د ولایت ودانۍ مخې ته یوسي، خو طالبانو د دې کار مخه ونیوله.

هغه د ځمکې د شخړې مقابل لوري ته په خطاب کې وویل: «دوی اووه کاله زموږ کور نیولی و. اوس چې موږ خپل کور ته بېرته راستانه شو، هغوی د طالبانو په زور د محکمې له حکم منلو انکار وکړ او بالاخره یې زموږ د کورنۍ غړي ووژل.»

د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ځایي سرچینې وایي، طالبانو د وژل شویو کسانو کورنیو ته ژمنه کړې، چې په دې پېښه کې ښکېل طالبان به ونیسي، خو تر دې دمه کوم عملي اقدام نه دی شوی.

د سرچینو په وینا، د دې قتل عاملین د طالبانو د نظامي لوا غړي دي او لا هم په همدې سیمه کې دندې ترسره کوي.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto