ځايي سرچینې په ننګرهار کې وایي چې ناپېژاندو وسلهوالو کسانو د دې ولایت د غنيخېلو ولسوالۍ یو ځوان په ډزو وژلی دی.
بریا نیوز ( سهشنبه، ١٤ دلو ١٤٠٤)
د سرچینو په وینا، دغه ځوان «خیال محمد» نومېده او پرون (دوشنبه، د دلو ۱۳مه) د غنيخېلو ولسوالۍ د «شیرګر» په سیمه کې وژل شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې نوموړی ۳۲ کلن و او د غنيخېلو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.
تر اوسه د دې وژنې انګېزه نه ده روښانه شوې.
په ننګرهار کې د طالبانو ځایي مسوولینو تر دې دمه د یادې پېښې په تړاو کومه څرګندونه نه ده کړې.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هدفي او مرموزو وژنو پېښې زیاتې شوې دي.
په ډېری دغو پېښو کې عاملین «ناپېژاند وسلهوال» بلل کېږي او طالبان کم وخت د هغوی د نیولو او مجازات کېدو خبر ورکوي.
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1167
-
اخبار افغانستان
268
-
مقاله
84
-
Uncategorized
19
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl