اخبار جهان
عباس عراقچي : د ایران د بهرنیو چارو وزیر له قطري پلاوي سره د سیمهییزو ترینګلتیاوو په اړه خبرې کړې دي
عباس عراقچي : د ایران د بهرنیو چارو وزیر له قطري پلاوي سره د سیمهییزو ترینګلتیاوو په اړه خبرې کړې دي
(بریانیوچهار شنبه (۲۷/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان خپل رسمي سفر پر مهال د قطر له یوه پلاوي سره لیدلي او د سیمې د وروستیو تحولاتو او روانو ترینګلتیاوو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، قطري پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر د یوه سلاکار په مشرۍ عمان ته تللی و
په دې لیدنه کې عراقچي د سیمې د کړکېچونو په کمولو کې د قطر د دوامدار رول پر اهمیت ټینګار کړی او د ترینګلتیاوو د راکمولو لپاره یې د دوحې هڅې مهمې بللې دي
په ورته وخت کې، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي ویلي، چې دا مهال د ایران او امریکا ترمنځ هېڅ ډول خبرې اترې نه روانې دي
عراقچي تر دې وړاندې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر البوسعیدي او د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره هم لیدلي وو. په دغو لیدنو کې د سیمې پر وضعیت او د روانو ترینګلتیاوو د کمولو پر لارو چارو خبرې شوې وې
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2097
-
اخبار افغانستان
1124
-
مقاله
838
-
سیاست
415
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl