د روسیې دفاع وزارت : په سایبریا کې د روسیې پوځي الوتکه لوېدلې؛ ۱۹ کسان وژل شوي
(بریانیوچهار شنبه (۲۷/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د روسیې دفاع وزارت ویلي، د دغه هېواد په سایبریا سیمه کې د یوې پوځي باروړونکې الوتکې د لوېدو له امله سپاره ټول ۱۹ کسان وژل شوي دي
د روسیې د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د پوځي الوتکه د نومبر په ۱۷مه د کېمېروو سیمې ته څېرمه د یوه عادي پرواز پر مهال په یوه نااستوګنه سیمه کې لوېدلې ده
د روسیې دفاع وزارت د لومړنیو څېړنو پر بنسټ د الوتکې د لوېدو احتمالي لامل تخنیکي ستونزه بللې او ویلي یې دي چې د پېښې د څرنګوالي معلومولو لپاره یې څېړنې پیل کړې دي
د کېمېروو سیمهییز والي ایلیا سریډیوک ویلي، چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته ژغورونکو ډلو د الوتکې له لوېدو سره رامنځته شوی اور وژلی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د ژغورنې او بېړنیو خدماتو ډلو په سیمه کې خپل فعالیتونه پیل کړي او پولیسو د پېښې ځای د څېړنو لپاره کلابند کړی دی
د چارواکو په وینا، د الوتکې د لوېدو د اصلي لامل او د پېښې د نورو جزئیاتو په اړه څېړنې روانې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2097
-
اخبار افغانستان
1124
-
مقاله
838
-
سیاست
415
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl