news اخبار فوری
clock

هرات کې د استخباراتو له لوري د دفترونو او دوکانونو ناڅاپي تفتیشونه

هرات کې د استخباراتو له لوري د دفترونو او دوکانونو ناڅاپي تفتیشونه

هرات کې د استخباراتو له لوري د دفترونو او دوکانونو ناڅاپي تفتیشونه، د کسبه‌کارانو اندېښنې زیاتې شوې

بریانیوز( پنجشنبه، ١٦ دلو ١٤٠٤)

د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي او کسبه‌کاران وایي چې د دې ولایت د استخباراتو ریاست له لوري د دفترونو او دوکانونو ناڅاپي تفتیشونه پیل شوي، چې له امله یې د خلکو ترمنځ د وېرې او بې‌باورۍ فضا رامنځته شوې ده.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د استخباراتو کارکوونکي پرته له مخکنۍ خبرتیا دفترونو او دوکانونو ته ننوځي او د هغه ځای د ټولو حاضر کسانو ګرځنده تلیفونونه ترې اخلي او پلټنه کوي.

د دوی په خبره، که د موبایلونو د پلټنې پر مهال کوم مشکوک پیغام، اړیکه یا معلومات وموندل شي، نو اړوند کس نیول کېږي او استخباراتو ته وړل کېږي.

سرچینې زیاتوي چې په ځینو مواردو کې، له نیونې سره هم‌مهاله هغه دفتر یا دوکان هم تړل شوی او د فعالیت اجازه ترې اخیستل شوې ده.

دا وضعیت د هرات د سوداګرو او کسبه‌کارانو ترمنځ جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.

کسبه‌کاران وایي، دا ډول ناڅاپي او پراخ تفتیشونه نه یوازې د خلکو پر رواني وضعیت ناوړه اغېز لري، بلکې د کاروبارونو فعالیتونه یې هم له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. دوی اندېښنه څرګندوي چې د قانوني چوکاټ او روښانه طرزالعمل نشتوالی د خلکو ترمنځ بې‌اعتمادي نوره هم زیاتوي.

تر اوسه د هرات د استخباراتو ریاست په دی اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي، خو د سیمې اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د تفتیش بهیر باید شفاف، قانوني او د خلکو د اساسي حقونو په درناوي ترسره شي.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto