news اخبار فوری
clock

د مالیاتي معافیت تر شا تبلیغات او تش واقعیت

د مالیاتي معافیت تر شا تبلیغات او تش واقعیت

د طالبانو د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وروستۍ څرګندونې، چې ګواکې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو لپاره به له یو تر پنځو کلونو پورې مالیاتي معافیتونه ورکړل شي، تر ډېره د تبلیغاتي شعارونو بڼه لري، نه د عملي او باور وړ اقتصادي پلان.

بریانیوز(یکشنبه، ١٩ دلو ١٤٠٤)

 دا ډول خبرې د طالبانو له لوري نوې نه دي؛ له واک ته رسېدو راهیسې یې وار په وار د «اقتصادي ودې»، «خپلواکۍ» او «پانګونې د جلب» شعارونه تکرار کړي، خو په عمل کې یې هېڅ روښانه پایله نه ده لرلې.

لومړی، پانګونه یوازې د مالیاتو په معافیت نه راځي. پانګه‌وال امنیت، د قانون حاکمیت، شفافه عدلي او قضايي نظام، بانکي ازادي، نړیوال تعامل او د ملکیت تضمین غواړي. په افغانستان کې دا ټول بنسټیز شرطونه نشته. 

کله چې یو پانګه‌وال نه پوهېږي چې سبا به یې قرارداد د کومې محکمې له خوا، د کوم قانون پر بنسټ ارزول کېږي، نو د څو کلونو مالیاتي معافیت هېڅ ارزښت نه لري.

دوهم، طالبان لا هم له نړیوالې ټولنې سره په ټکر کې دي. نه یې حکومت په رسمیت پېژندل شوی، نه له سختو بندیزونو خلاص دي، او نه هم د نړیوال بانکي سیستم (SWIFT) ته عادي لاسرسی لري. په داسې حالت کې د «بهرنیو پانګه‌والو» یادونه یوازې د رسنیو لپاره یوه تشه جمله ده، ځکه لوی نړیوال شرکتونه نه غواړي خپل نوم، سرمایه او اعتبار د یوه منزوي او تحریم شوي نظام سره وتړي.

درېیم، د طالبانو خپله اقتصادي اداره بې‌برنامې ده. نه ملي اقتصادي ستراتیژي شته، نه د پانګونې مشخص قانون چې د نړیوالو معیارونو مطابق وي، او نه هم مسلکي کدرونه چې د لویو اقتصادي پروژو مدیریت وکړای شي. د تصمیم‌نیولو ډېری واک د څو محدودو کسانو په لاس کې دی او هره پرېکړه د سیاسي او امنیتي مصلحتونو قرباني کېږي.

څلورم، د ښځو پر کار، زده‌کړه او ټولنیز ژوند بندیزونه پخپله د اقتصاد پر ملا ګوزار دی. هغه نظام چې د ټولنې نیمايي برخه له کار او تولیده وباسي، څنګه کولی شي د اقتصادي ودې ادعا وکړي؟ دا یو ښکاره تضاد دی چې طالبان یې یا نه درک کوي، یا یې قصداً له پامه غورځوي.

په پایله کې، د عبدالغني برادر دا خبرې د افغانستان د اقتصادي ستونزو د حل لپاره نه، بلکې د داخلي افکارو د تېرایستلو او نړیوالو ته د «نرم مخ» ښودلو لپاره مطرح کېږي. تر هغو چې طالبان مشروع، حساب ورکوونکی او د نړیوالو اصولو منونکی نظام رامنځته نه کړي، دا ډول اعلانونه به یوازې د تبلیغاتي ویناوو په آرشیف کې ثبت شي، نه د عملي بدلون په تاریخ کې.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto