د حزب اسلامي سکرتریت:
د ښاغلي حکمتیار روغتیايي وضعیت په بشپړه توګه د ډاډ وړ دی
بریانیوز:(یکشنبه،۱۹ دلو۱۴۰۴) د بریانیوز د راپور له مخې، د حزب اسلامي د سکرتریت د مقام له رسمي پاڼې څخه په نقل، استاد سید خبیب سادات چې د دې حزب له مسؤلینو څخه دی، د حزب اسلامي افغانستان له یو شمېر ژمنو غړو سره چې له هېواده بهر مېشت دي، د یوې ځانګړې ټیلیفوني اړیکې له لارې د حزب اسلامي د مشر ښاغلي حکمتیار د روغتیايي وضعیت پوښتنه وکړه.
د راپور پر بنسټ، د شنبې په ورځ د دلو د میاشتې په ۱۸مه، استاد سید خبیب سادات په دغه ټیلیفوني تماس کې د بهر مېشتو وروڼو او یادو شویو غړو په استازیتوب، ښاغلي حکمتیار ته د ژر تر ژره روغتیا او بشپړې روغتیايي رغېدنې هیله څرګنده کړه.

د حزب اسلامي د سکرتریت د مقام په پاڼه کې راغلي، چې ښاغلي حکمتیار د مینهوالو د محبت او پاملرنې له امله د مننې او قدردانۍ تر څنګ ډاډ ورکړ، چې د هغه روغتیايي وضعیت په بشپړه توګه د ډاډ وړ دی، او همدارنګه یې د همدې ټیلیفوني تماس له لارې ټولو پلویانو او غړو ته خپلې سلامونه، نیکې هیلې او صمیمانه درناوی وړاندې کړ.
ګلبدین حکمتیار، د حزب اسلامي مشر او د افغانستان له وتلو سیاسي څېرو څخه، د روان کال د قوس میاشتې په ۱۷مه د درملنې په موخه د مالیزیا پلازمېنې کولالامپور ته ولاړ.
ګلبدین حکمتیار په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې مېشت و او د اسلامي امارت د سرپرست حکومت پر ځینو سیاستونو یې نیوکې کړې دي. نوموړي د هېواد د سیاسي نظام د مشروعیت د بحران د حل لپاره د اساسي قانون د تدوین، د شفافو او سرتاسري ټاکنو د ترسره کېدو او د ولس د استازو له خوا د ټاکل شوې ملي شورا د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

هغه همدارنګه څو ځله د نجونو د زدهکړو او تعلیم څخه پر محرومیت نیوکې کړې دي. تر دې وړاندې، د حزب اسلامي د مشر نږدې سرچینو ویلي وو، چې د افغانستان اوسني حکومت هغه له سیاسي لیدنو او څرګندونو څخه منع کړی دی.
ګلبدین حکمتیار د افغانستان د اصولګرا له رهبرانو څخه دی چې د افغانستان د ملت جهاد یې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل او په افغانستان کې د استبدادي او کمونستي رژیمونو پر ضد رهبري کړ.

همدارنګه نوموړی د افغانستان له هغو استثنايي جهادي مشرانو څخه دی چې په ۱۳۸۱ لمریز کال کې یې پر افغانستان د ناټو پوځي تړون د امریکا او انګلستان په مشرۍ پوځي برید وغانده، هېواد یې اشغال شوی وباله، او د افغانستان له ملت او خلکو یې وغوښتل چې د خپلې آزادۍ، خپلواکۍ او ملي نوامیسو د دفاع لپاره د بهرنیو ځواکونو پر ضد جهاد او مبارزه وکړي.
دا په داسې حال کې وو چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې، پر افغانستان د امریکا او انګلستان په مشرۍ د ناټو له پوځي برید وروسته، د طالبانو د غورځنګ د لومړۍ دورې حکومت ړنګ شو، او نور ټول جهادي مشران پرته له استثنا د استاد برهانالدین رباني تر مشرۍ لاندې په متحد شمالي جبهه کې د ناټو له پوځي برید څخه ملاتړ وکړ او د حزب اسلامي مجاهدینو او د طالبانو د غورځنګ پر ضد یې بهرنیو ځواکونو ته مرسته وکړه.