news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه‌والي په اړه د لندن او طالبانو خبرې؛ د ښځو پر مشارکت هم ټینګار شوی

د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه‌والي په اړه د لندن او طالبانو خبرې؛ د ښځو پر  مشارکت هم ټینګار شوی

د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه‌ والي په اړه د لندن او طالبانو خبرې؛ د ښځو پر مشارکت هم ټینګار شوی

بریا نیوز (سه شنبه ،۲۹ثور ۱۴۰۵)  

د بریتانیا د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ریچارد لیندزی ویلي چې په دوحه کې یې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازي سهیل شاهین سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه‌ والي پر لارو چارو خبرې کړې دي

لیندزی په یوه پیغام کې دغه لیدنه «ګټوره او ارزښتمنه» بللې او زیاته کړې یې ده چې دواړو لورو د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د عملي ګامونو پر اړتیا مفصل بحث کړی دی. د هغه په وینا، د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا کولی شي د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم فرصتونه برابر کړي

د راپورونو له مخې، په دې خبرو کې د سرحدي ستونزو، د کډوالو وضعیت او د سیمه‌ییزو امنیتي ننګونو په اړه هم نظرونه تبادله شوي دي. شنونکي وایي، د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کلونو کې له ګڼو سیاسي او امنیتي فشارونو سره مخ شوې دي، خو نړیوال او سیمه‌ییز ډیپلوماټیک هڅې غواړي د دې اړیکو د نرمولو لپاره نوې لارې ومومي

ریچارد لیندزی همدارنګه د افغان ښځو او نجونو د ګډون او حضور پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ټولنې په پرمختګ کې د ښځو رول بنسټیز او نه جلا کېدونکی دی. د هغه په وینا، هېڅ باثباته او پرمختللې ټولنه د خپلو ښځو له فعال حضور پرته نه شي جوړېدای

سیاسي کارپوهان وایي، دا ډول لیدنې ښيي چې نړیواله ټولنه لا هم هڅه کوي د افغانستان د سیاسي او ټولنیز وضعیت په اړه د خبرو او تعامل لړۍ روانه وساتي، څو د سیمه‌ییزو ستونزو د حل لپاره د تفاهم فضا رامنځته شي

د نړیوالو اړیکو شنونکي باور لري چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو ښه‌والی به نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره مهم وي، بلکې د ټولې سیمې د امنیت، سوداګرۍ او ترانزیټ پر راتلونکي به هم مثبت اغېز ولري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto