news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

عراقچي: که جګړه بېرته پیل شي، امریکا به له سختو او نه جبرانېدونکو پایلو سره مخ شي

عراقچي: که جګړه بېرته پیل شي، امریکا به له سختو او نه جبرانېدونکو پایلو سره مخ شي

عراقچي: که جګړه بېرته پیل شي، امریکا به له سختو او نه جبرانېدونکو پایلو سره مخ شي

بریا نیوز (چهار شنبه ،۳۰ثور ۱۴۰۵)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو او پوځي ګواښونو ته په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې د جګړې بېرته پیل به د واشنګټن لپاره خورا خطرناک او حیرانوونکي عواقب ولري

عراقچي ویلي، ایران به هېڅکله د فشار، بندیزونو او پوځي ګواښونو پر وړاندې خپل دریځ بدل نه کړي او د هېواد وسله‌وال ځواکونه د هر ډول احتمالي برید ځواب ورکولو ته بشپړ چمتو دي. نوموړي ټینګار کړی، که امریکا د تاوتریخوالي او جګړې لاره خپله کړي، نو ټوله سیمه به له یوې سترې بې‌ثباتۍ سره مخ شي او د دې کړکېچ لمن به تر منځني ختیځ هم واوړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې ایراني ځواکونو د امریکا پرمختللې ایف–۳۵ جنګي الوتکه راغورځولې او امریکایي لوري هم د خپلو ګڼو الوتکو د له منځه تلو درانه زیانونه منلي دي. هغه ویلي، د ایران دفاعي ځواکونه اوس د پخوا په پرتله ډېر پیاوړي شوي او هر ډول برید ته به “قاطع او دردناک” ځواب ورکړي

عراقچي همداراز زیاته کړې، تهران لا هم د خبرو او ډیپلوماسۍ ملاتړ کوي، خو د زور او تهدید ژبه به هېڅکله د ایران ملت شا ته نه کړي. نوموړي ویلي، نړیوال قدرتونه باید د جګړې د اور د بلېدو پر ځای د سیاسي حل لارو ملاتړ وکړي، ځکه نوې شخړه به نه یوازې سیمه، بلکې نړیوال اقتصاد او امنیت هم له جدي ګواښ سره مخ کړي

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي ترینګلتیا بې‌سارې کچې ته رسېدلې او نړیوال څارونکي اندېښنه څرګندوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روان تاوتریخوالی ښايي د یوې پراخې او خطرناکې جګړې بڼه خپله کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto