مسکو: ایران د اټومي وسلو د جوړولو نیت نه لري
بریا نیوز (چهار شنبه ،۳۰ثور ۱۴۰۵)
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي، د ایران اوسنی مشرتابه لا هم خپلو نړیوالو ژمنو ته وفادار دی او د اټومي وسلو د جوړولو هېڅ اراده نه لري
ریابکوف ټینګار کړی چې ایران د سولهییزې اټومي انرژۍ د کارولو بشپړ حق لري او نړیوال لوري باید دغه حق ته درناوی وکړي. نوموړي زیاته کړې، مسکو باور لري چې د تهران او واشنګټن ترمنځ روان کړکېچ باید د خبرو، تفاهم او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي، نه د زور او پوځي ګواښونو له لارې
روسي چارواکي همداراز ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب رول ترسره کړي، څو د سیمې امنیت خوندي پاتې شي او د جګړې د اور د پراخېدو مخه ونیول شي
دغه څرګندونې په داسې حساس وخت کې کېږي چې د منځني ختیځ فضا یو ځل بیا ترینګلې شوې او د احتمالي شخړو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي. سیاسي شنونکي وایي، روسیه هڅه کوي د روانو کړکېچونو په حل کې خپل اغېزناک سیاسي حضور نور هم پیاوړی کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1668
-
اخبار افغانستان
734
-
مقاله
319
-
سیاست
88
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl