د چین له سفره د ستنېدو پر مهال د امریکا د ولسمشر ډالۍ کثافاتدانۍ ته وغورځول شوې
بریا نیوز (سه شنبه ،۲۹ثور ۱۴۰۵)
د امریکا د ولسمشر د چین له رسمي سفره د بېرته ستنېدو پر مهال یو حیرانوونکی امنیتي اقدام د نړیوالو رسنیو پام ځانته اړولی دی. راپورونه وایي، هغه ټولې ډالۍ، نښانونه، برېښنایي وسایل او موبایلونه چې د چینایي چارواکو له لوري د امریکا ولسمشر او ورسره پلاوي ته ورکړل شوي وو، د سختو امنیتي اصولو له مخې کثافاتدانۍ ته غورځول شوي دي
د سرچینو په وینا، د امریکا امنیتي ټیم الوتکې ته د پورته کېدو وړاندې پرېکړه وکړه چې هېڅ چینايي توکی، که هغه ډالۍ وي او که برېښنایي وسیله، د ولسمشرۍ الوتکې دننه د انتقال اجازه ونه لري. ویل کېږي، د سایبري جاسوسۍ، د معلوماتو د غلا او احتمالي امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره دغه بېساری ګام اخیستل شوی دی
راپورونه زیاتوي چې امنیتي چارواکو په ځانګړي ډول موبایلونه، برېښنایي نښانونه او نور هوښیار وسایل له جدي شک سره کتلي او د هر ډول پټ تخنیکي خطر د مخنیوي لپاره یې ټول توکي له منځه وړي دي
سیاسي شنونکي وایي، دا پېښه د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د بېباورۍ ژوروالی ښيي. که څه هم دواړه هېوادونه په ډیپلوماټیکو اړیکو او سوداګریزو همکاریو ټینګار کوي، خو امنیتي اندېښنې لا هم د دواړو سترو قدرتونو ترمنځ د اړیکو پر فضا سیوری غوړولی دی
د نړیوال سیاست څارونکي باور لري چې د امریکا له لوري دغه سخت امنیتي چلند به د چین او امریکا د سیاسي او استخباراتي سیالیو په اړه نوې پوښتنې راولاړې کړي، ځکه دواړه هېوادونه په ټکنالوژۍ، اقتصاد او امنیتي برخو کې د پراخ نفوذ لپاره سخت رقابت کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?