چین او روسیه د «عادلانه نړیوال نظام» د جوړولو لپاره ګډه همکاري پیاوړې کوي
بریا نیوز (چهار شنبه ،۳۰ثور ۱۴۰۵)
د شي جينپينګ د چين ولسمشر ویلي، چې بیجینګ او مسکو باید د یو داسې «عادلانه نړیوال نظام» د رامنځته کولو لپاره لا نږدې او همغږې همکارۍ ته دوام ورکړي، چې د نړیوالو اړیکو توازن پیاوړی کړي
هغه دغه څرګندونې د بېجينګ په یوه مهمه لیدنه کې د ولاديمير پوتين سره د خبرو پر مهال وکړې
شي جينپينګ ټینګار وکړ چې چین او روسیه د نړیوال نظم په جوړښت او د څو اړخیزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري، او باید خپلې سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکې اړیکې لا ژورې کړي
د دې لیدنې په ترڅ کې دواړو مشرانو د نړیوالو بدلونونو، اقتصادي همکاریو او د سیمهییزو کړکېچونو په اړه نظرونه تبادله کړل. شنونکي وایي، د چین او روسیې ترمنځ دا ډول نږدې همغږي د نړیوال سیاست په توازن کې مهم بدلونونه راوستلی شي
چین او روسیه د بریکس بنسټګر غړي بلل کېږي، هغه اقتصادي او سیاسي اتحاد چې اوس د نړۍ له نیمايي څخه ډېر نفوس او نږدې ۴۰ سلنه نړیوال اقتصاد په خپل نفوذ کې لري
سیاسي کارپوهان باور لري، چې د بریکس د غړو ترمنځ د همکارۍ پراخېدل کولای شي د نړیوالو قدرتونو په توازن کې نوی باب پرانیزي او د لوېدیځ تر مشرۍ لاندې اقتصادي نظام ته بدیل جوړښت وړاندې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1669
-
اخبار افغانستان
734
-
مقاله
320
-
سیاست
88
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl