news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

افغانستان؛ بې‌کارۍ یو بل ځوان وواژه، د کابل انجينر له ځان‌سوځونې وروسته ومړ

افغانستان؛ بې‌کارۍ یو بل ځوان وواژه، د کابل انجينر له ځان‌سوځونې وروسته ومړ

ځايي سرچينې په کابل کې وايي، هغه سړی چې پرون یې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله ځان ته اور اچولی و، نن په روغتون کې ساه ورکړې ده.

بریانیوز( چهارشنبه، ٣٠ ثور ١٤٠٥)

د سرچينو په وينا، دغه سړی د درېیو لوڼو پلار و او کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه. نوموړي ځان د کابل پوهنتون د انجينرۍ پوهنځي فارغ‌التحصيل معرفي کړی و او ويلي یې وو چې د کار موندلو لپاره یې ګڼو ادارو ته مراجعه کړې، خو ونه توانېد چې دنده ترلاسه کړي.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې طالبان د خپلو جنګيالو د معاشونو او امتيازاتو د زياتېدو خبرونه ورکوي. همداراز، طالبان تل ادعا کوي چې د هېواد اقتصاد د ودې په حال کې دی او نږدې هره ورځ د نويو اقتصادي پروژو د پرانيستې اعلانونه کوي.

خو د کابل د دغه ځوان مړينه يو ځل بيا د بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او اقتصادي فشارونو پر وړاندې د خلکو د سخت ژوند واقعيتونه را برسېره کړي دي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto