ایران د هرمز په تنګه کې د نوې سمندري ساحې اعلان وکړ؛ د نړیوالې انرژۍ لارې ته تازه اندېښنې
بریا نیوز (پنجشنبه ،۳۱ثور ۱۴۰۵)
ایران اعلان کړی چې د هرمز په ستراتیژیکه تنګه کې یې یوه نوې کنټرول شوې سمندري ساحه رامنځته کړې، هغه اقدام چې کولی شي د نړۍ د تېلو او سوداګرۍ د تر ټولو مهمې لارې پر څار او مدیریت د تهران نفوذ نور هم زیات کړي
د ایران اړوند سمندري ادارې په یوه خپاره شوي بیان کې ویلي، چې دا نوې ساحه د ایران له «کوه مبارک» سیمې څخه د متحده عربي اماراتو د فجیره تر سویل پورې د هرمز د ختیځې ورودي برخې په اوږدو کې غځېدلې ده. په همدې بیان کې راغلي، چې په لوېدیځه برخه کې دا محدوده له د قشم ټاپو له نوک څخه تر د امالقوین سیمې پورې رسېږي
د اعلان له مخې، ټولې هغه کښتۍ او سمندري بېړۍ چې غواړي له دې ساحې تېرې شي، باید له مخکې د ایران له اړوندو چارواکو سره همغږي وکړي او د تګ راتګ رسمي اجازه ترلاسه کړي. تهران وایي، دا اقدام د سمندري نظم، امنیت او د تګ راتګ د ښه مدیریت لپاره اړین دی
خو دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د هرمز تنګه د نړۍ له تر ټولو حساسو او حیاتي سمندري لارو څخه ګڼل کېږي، ځکه د نړۍ د تېلو او سوداګریزو توکو لویه برخه له همدې لارې انتقالېږي. هر ډول محدودیت یا سخت کنټرول په دې مسیر کې کولی شي د نړیوالو انرژۍ بازارونو او نړیوالې سوداګرۍ پر نرخونو او ثبات مستقیم اغېز ولري
سیاسي او اقتصادي شنونکي وایي، دا ډول اقدامات معمولاً د سیمهییزو سیاسي فشارونو او امنیتي کړکېچونو په وخت کې ترسره کېږي او کولای شي د نړیوالو قدرتونو او د انرژۍ د بازار د لوبغاړو ترمنځ نوې اندېښنې رامنځته کړي. هغوی ټینګار کوي چې د هرمز د لارې ثبات د نړۍ د اقتصاد لپاره حیاتي اهمیت لري او هر ډول ترینګلتیا یې نړیواله اغېزه لرلای شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?