news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د کابل او تاشکند ترمنځ د صنعتي انقلاب نوې هیله؛ افغانستان ته د شلو فابریکو د لېږد ستره

د کابل او تاشکند ترمنځ د صنعتي انقلاب نوې هیله؛ افغانستان ته د شلو فابریکو د لېږد ستره

د کابل او تاشکند ترمنځ د صنعتي انقلاب نوې هیله؛ افغانستان ته د شلو فابریکو د لېږد ستره هوکړه

بریا نیوز (پنجشنبه ،۳۱ثور ۱۴۰۵)

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې لا ګړندۍ شوې دي او په همدې موخه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د وزیرانو شورا د سپکو صنعتونو د پراختیا ادارې مشر ناظم‌جان خالمرادوف ترمنځ مهمه دوه اړخیزه ناسته ترسره شوې ده

دا غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي باور، صنعتي همکارۍ او ګډو پانګونو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د بېلابېلو اقتصادي او صنعتي موضوعاتو په اړه پراخې خبرې شوې دي. د بحثونو لویه برخه په افغانستان کې د پنبې پر معیاري کر، د نساجۍ سکټور پر پیاوړتیا، د تار او ټوکر د تولید پر پراختیا او د کورنیو تولیداتو پر لوړولو راڅرخېده. دواړو لورو ټینګار کړی، چې افغانستان د پراخو کرنیزو او بشري سرچینو له امله کولای شي په سیمه کې د نساجۍ او سپکو صنعتونو په مهم مرکز بدل شي

همداراز ازبکستان چمتووالی ښودلی چې شاوخوا شل صنعتي فابریکې افغانستان ته ولېږدوي، څو په هېواد کې د تولیداتو کچه لوړه، د کار زمینه پراخه او اقتصادي فعالیتونه پیاوړي شي. ویل کېږي، دا فابریکې به په بېلابېلو صنعتي برخو کې فعالیت وکړي او د افغانستان د صنعتي ودې لپاره به نوی فصل پرانیزي. اقتصادي شنونکي باور لري، چې د دغو فابریکو لېږد به د هېواد د صادراتو په زیاتوالي او د وارداتو په کمېدو کې هم مهم رول ولوبوي

په ناسته کې د ترمذ په بازار کې د ګډ نړیوال نندارتون د جوړېدو په اړه هم خبرې شوې دي. ټاکل شوې دغه نندارتون به د افغانستان او ازبکستان سوداګرو، صنعتکارانو او پانګه‌والو ته فرصت برابر کړي، څو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې او نوي سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي. دغه راز به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه نوره هم لوړه او د سیمه‌ییز اتصال بهیر به پیاوړی شي

کارپوهان وایي، چې د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراخېدل نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره ارزښت لري، بلکې د ټولې سیمې اقتصادي ثبات او سوداګریز پرمختګ ته هم نوې هیلې راژوندۍ کوي. د دوی په باور، که دا پروژې عملي بڼه خپله کړي، افغانستان به د سیمې په مهم صنعتي او سوداګریز دهلېز بدل شي او زرګونو ځوانانو ته به د کار او هوسا ژوند زمینه برابره شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto