ملګرو ملتونو کې د هند توند دریځ؛ پاکستان د کابل پر خونړي برید او د کډوالو پر ایستلوتورن شو
بریا نیوز (پنجشنبه ،۳۱ثور ۱۴۰۵)
په ملګرو ملتونو کې د هند استازي د افغانستان پر وضعیت غونډه کې پر پاکستان سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې نړۍ لا هم د روان کال د روژې مبارکې میاشتې پر مهال په کابل کې د نشه یي توکو د درملنې پر مرکز ترسره شوی خونړی هوايي برید نه دی هېر کړی
د هند استازي پرواتانېني هریش د یوناما د راپور په حواله ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې او ټپي کېدو شاوخوا اووه سوه پنځوس پېښې ثبت شوې دي، چې ډېری یې د پاکستاني پوځ د پولې هاخوا وسلهوالو بریدونو او هوايي حملو له امله رامنځته شوې دي
هغه د ملګرو ملتونو غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ، چې پاکستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه غوښتنه هم له پامه غورځولې، چې د نړیوالو اصولو له مخې دې د ملکي وګړو خوندیتوب ته درناوی وشي او د افغان کډوالو جبري ایستل دې ودرول شي
هریش ویلي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام او د ملکي وګړو زیانمنېدل د سیمې ثبات ته جدي ګواښ جوړوي او نړیواله ټولنه باید د دغو پېښو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي. نوموړي زیاته کړې، چې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو رعایت د هر هېواد مسوولیت دی او هېڅ لوری باید د ملکي خلکو ژوند له خطر سره مخ نه کړي
بلخوا د سیاسي چارو شنونکي باور لري، چې په ملګرو ملتونو کې د هند دا څرګندونې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روانو اړیکو او سیمهییزو سیاسي بحثونو ژور اغېز ولري. د دوی په وینا، د افغان کډوالو موضوع، د پولې هاخوا بریدونه او د امنیتي کړکېچ دوام اوس د نړیوالو ناستو مهم بحثونه ګرځېدلي دي
کارپوهان وایي، که نړیوال بنسټونه د ملکي وګړو د خوندیتوب او د کډوالو د حقونو په اړه جدي اقدامات ونه کړي، نو په سیمه کې به بشري او امنیتي ستونزې لا پسې پراخې شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?