news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

له ایران او پاکستانه د زرګونو افغانانو ستنېدل؛ کډوالونړیوال سازمان د راستنېدونکو شمېر۱۱۴ زره ډېر ښيي

له ایران او پاکستانه د زرګونو افغانانو ستنېدل؛ کډوالونړیوال سازمان د راستنېدونکو شمېر۱۱۴ زره ډېر ښيي

له ایران او پاکستانه د زرګونو افغانانو ستنېدل؛ کډوالونړیوال سازمان د راستنېدونکو شمېر۱۱۴ زره ډېر ښيي

بریا نیوز (پنجشنبه ،۳۱ثور ۱۴۰۵) 

د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو اړوند سازمان نړیوال سازمان د مهاجرت ویلي، چې د روان میلادي کال د اپرېل له ۲۶مې د مې تر ۹مې پورې له ایران او پاکستان څخه ټولټال ۱۱۴۳۲۱ افغانان په جبري او اختیاري ډول افغانستان ته راستانه شوي دي

یاد سازمان په خپل وروستي راپور کې څرګنده کړې، چې د راستنېدو دغه بهیر په دواړو لورو کې دوام لري او په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران سره د پولو له لارې د خلکو تګ راتګ زیات شوی دی. راپور زیاتوي، چې د دغو راستنېدونکو یوه برخه په زور ایستل شوي، خو بله برخه د اقتصادي ستونزو، قانوني وضعیت او د اقامې د محدودیتونو له امله په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي

د معلوماتو له مخې، د راستنېدونکو لوی شمېر کورنۍ شاملې دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، او ډېری یې له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي. نړیوال سازمان د مهاجرت خبرداری ورکړی، چې که د راستنېدونکو لپاره د سرپناه، کار او لومړنیو خدماتو زمینه برابره نه شي، نو بشري وضعیت به لا پسې خراب شي

دغه سازمان له نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي، چې افغانستان ته د راستنېدونکو کسانو د ملاتړ لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي او د سرحدي سیمو د خدماتو د ښه والي لپاره عملي اقدامات ترسره کړي

شنونکي وایي، د راستنېدو دا پراخ بهیر د افغانستان پر داخلي اقتصاد، د کار بازار او ټولنیزو خدماتو جدي فشار راوړي. د دوی په باور، که د کډوالو د ادغام او ملاتړ لپاره اوږدمهاله پروګرامونه جوړ نه شي، نو د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ کچه به نوره هم لوړه شي

کارپوهان ټینګار کوي، چې د کډوالو مسئله یوازې بشري نه، بلکې اقتصادي او سیاسي اړخونه هم لري، او د سیمې هېوادونه باید د ګډو حل لارو په موندلو کې جدي همکاري وکړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto