news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ترکیې ډیپلوماټیک دریځ؛ اردوغان له ټرمپ سره په خبرو کې د امریکا او ایران د خبرو اترو ملاتړ وکړ

د ترکیې ډیپلوماټیک دریځ؛ اردوغان له ټرمپ سره په خبرو کې د امریکا او ایران د خبرو  اترو ملاتړ وکړ

د ترکیې ډیپلوماټیک دریځ؛ اردوغان له ټرمپ سره په خبرو کې د امریکا او ایران د خبرو اترو ملاتړ وکړ

بریا نیوز (پنجشنبه ،۳۱ثور ۱۴۰۵)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د روانو ډیپلوماټیکو هڅو هرکلی کړی او د دواړو لورو ترمنځ د اوربند د غځېدو اقدام یې مثبت بللی دی

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې له مخې، اردوغان په دې خبرو کې ټینګار کړی چې د اختلافاتو لپاره «منطقي او ډیپلوماټیک حل لارې ممکنې دي» او انقره به د هغو ټولو نوښتونو ملاتړ ته دوام ورکړي چې د خبرو اترو او سولې د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي

هغه همدارنګه ویلي، چې د منځني ختیځ په اوسني حساس وضعیت کې د تاوتریخوالي کمول او د سیاسي حل لارو هڅول د سیمې د ثبات لپاره اړین دي

په همدې ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې ولسمشر د لبنان پر وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې باید ژر تر ژره عملي ګامونه واخیستل شي څو د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیول شي

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په لبنان کې د تاوتریخوالي او د اسرائیلي بریدونو راپورونه دوام لري او د سیمې وضعیت لا هم کړکېچن پاتې دی

اردوغان د سوریې د وضعیت په اړه هم خبرې کړې او ویلي یې دي چې هلته نسبي ثبات د سیمې لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي. هغه ټینګار کړی چې په منځني ختیځ کې د امنیت او ثبات ساتل د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت دی

کارپوهان وایي، د ترکیې دا دریځ ښيي چې انقره هڅه کوي د سیمه‌ییزو بحرانونو په کمولو کې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه ولري او د امریکا، ایران او نورو سیمه‌ییزو لوبغاړو ترمنځ د خبرو اترو د پیاوړتیا لپاره منځګړیتوب ته دوام ورکړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto