news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د نکاح او کورنۍ حقوقو په اړه د اصولنامې تر خپرېدو وروسته بحثونه؛ مجاهد د انتقادونو ځواب ورکړ

د نکاح او کورنۍ حقوقو په اړه د اصولنامې تر خپرېدو وروسته بحثونه؛ مجاهد د انتقادونو  ځواب ورکړ

د نکاح او کورنۍ حقوقو په اړه د اصولنامې تر خپرېدو وروسته بحثونه؛ مجاهد د انتقادونوځواب ورکړ

بریا نیوز (پنجشنبه ،۳۱ثور ۱۴۰۵)

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د «تفریق زوجین» د اصولنامې په اړه د وروستیو نیوکو په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي اصولو سره په ټکر کې اعتراضونه نوي نه دي او باید ورته ډېر اهمیت ورنه کړل شي

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، هغه کسان چې د اسلامي شریعت قوانین مني، باید هېڅ ډول اندېښنه ونه لري، ځکه په وینا یې د اسلامي امارت په قوانینو کې داسې هېڅ حکم نشته چې د شریعت له اصولو سره په ټکر کې وي. هغه زیاته کړې، چې ټول قوانین د اسلامي فقهې په چوکاټ کې جوړ شوي دي

مجاهد د کورنۍ د حقوقي موضوعاتو په اړه وویل، چې د اسلامي شریعت او حنفي فقهې له مخې پلار او نیکه د خپلو صغیرو اولادونو پر ژوند د ولایت او صلاحیت حق لري، خو دا حق یوازې هغه وخت اعتبار لري چې د مهربانۍ، عدل او مسوولیت شرایط پوره کړي. هغه ټینګار وکړ، چې که یو کس د ظلم سابقه ولري، د ذهن ستونزه ولري، په نشه‌یي موادو روږدی وي، یا د فقر له امله ناسم تصمیم نیسي، نو دا صلاحیت نه شي کارولای

د اسلامي امارت ویاند دا هم روښانه کړه، چې دا احکام د خلکو لپاره د جبري اجازه په معنا نه دي، بلکې هدف یې د قضايي سیستم لپاره د کار د اسانتیا او د محاکمو لپاره د روښانه قانوني چوکاټ برابرول دي، څو قاضیان وکولای شي په ورته قضیو کې اسانه او منظمې پرېکړې وکړي

هغه همدارنګه وویل، چې د اسلامي امارت مشر له مخکې څخه ځانګړی حکم صادر کړی چې له نجلۍ څخه د رضایت پرته نکاح کول په بشپړ ډول منع دي. د هغه په وینا، په تېرو کلونو کې په زرګونو داسې قضیې ثبت او څېړل شوې دي، چې د جبري نکاح په اړه شکایتونه پکې مطرح شوي وو او محاکمو او د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت له لارې ورته رسېدنه شوې ده

دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې، چې د عدلیې وزارت له لوري د «تفریق زوجین» اصولنامه خپره شوې وه او ځینو کړیو پرې نیوکې کړې وې، چې ګواکې دا سند د کم عمره نجونو د نکاح لپاره زمینه برابروي. خو د اسلامي امارت ویاند دا ډول ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې هدف یوازې د کورنیو قضیو د تنظیم او قانوني وضاحت برابرول دي

شنونکي وایي، دا ډول بحثونه د ټولنې په کچه حساس موضوعات دي او د قانوني چوکاټ، دیني تفسیر او ټولنیزو حقونو ترمنځ توازن ته اړتیا لري. هغوی ټینګار کوي چې د خلکو باور ترلاسه کول د شفافو قوانینو او واضح تطبیق له لارې ممکن دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto