غزه کې مرګ ژوبله زیاته شوې؛ حماس وایي «بهرنۍ واکمني» نه مني
بریانیوز:(دوشنبه،۲۰ دلو۱۴۰۴)
د غزې په تړانګه کې د تازه پوځي بریدونو له امله د مرګژوبلې کچه لوړه شوې او د فلسطیني سرچینو په وینا، په وروستیو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي. دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د سیمې بشري وضعیت ورځ تر بلې لا پسې خرابېږي
د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د وژل شویو کسانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، او ډېری ټپیان د درملنې لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي، ځکه روغتونونه د درملو، برېښنا او طبي تجهیزاتو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي
په همدې حال کې، د حماس غورځنګ یو لوړپوړي چارواکي په یوه بیان کې ویلي، چې دا ډله به هېڅکله پر غزه د «بهرنۍ واکمنۍ» منلو ته غاړه کېنږدي. د هغه په وینا، د غزې راتلونکی باید یوازې د فلسطیني ولس له لوري وټاکل شي، نه د بهرنیو قدرتونو یا تحمیلي طرحو له لارې
حماس ټینګار کړی چې هر ډول سیاسي حل باید د فلسطینیانو پر ملي حاکمیت، خپلواکۍ او د ولس پر اراده ولاړ وي. دې ډلې خبرداری ورکړی، چې پر غزه د بهرني مدیریت یا واکمنۍ هڅې به د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شي
له بلې خوا، نړیوالو بشري بنسټونو د غزې د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د جګړې د درولو، د بشري مرستو د خوندي رسېدو او د ملکي وګړو د ساتنې غوښتنه یې کړې ده. ملګرو ملتونو ویلي، چې که جګړه همداسې روانه پاتې شي، نو غزه به له یوې سترې بشري فاجعې سره مخ شي
دا څرګندونې او پېښې په داسې حال کې روانې دي، چې د غزې د راتلونکي، اوربند او سیاسي جوړښت په اړه سیمهییز او نړیوال بحثونه لا هم بې پایلې پاتې دي او د تاوتریخوالي دوام د زرګونو ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کړی دی