news اخبار فوری
clock

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما: تېر کال ۶۱۳ افغانان د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې مړه او ژوبل شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت  یوناما: تېر کال ۶۱۳ افغانان د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې مړه او ژوبل شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت  یوناما: تېر کال ۶۱۳ افغانان د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې مړه او ژوبل شوي 

بریانیوز:(دوشنبه،۲۰ دلو۱۴۰۴)  

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) ویلي، چې د تېر کال په اوږدو کې لږ تر لږه ۶۱۳ افغانان د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله وژل شوي او یا ټپیان شوي دي

یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، چې دا مرګ‌ژوبله تر ډېره د سرحدي سیمو په بمبار، توغندیزو بریدونو او هوايي حملو کې اوښتې ده. د راپور له مخې، د قربانیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې دا چاره د نړیوالو بشري قوانینو د جدي سرغړونې په توګه یادې شوې ده

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ټینګار کړی، چې ملکي وګړي باید د هر ډول پوځي عملیاتو څخه خوندي وساتل شي او له ښکېلو لورو یې غوښتي، چې د نړیوال بشردوستانه قانون اصول رعایت کړي

راپور زیاتوي، چې د پاکستاني ځواکونو دا بریدونه تر ډېره د افغانستان ختیځو او سوېلي ختیځو ولایتونو کې شوي، چې له امله یې نه یوازې انساني تلفات رامنځته شوي، بلکې ګڼې کورنۍ بې‌ځایه شوې او عامه تاسیسات هم زیانمن شوي دي.

یوناما له پاکستانه غوښتي، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره جدي تدابیر ونیسي او د ورته پېښو د تکرار مخه ونیسي. همداراز یې د پېښو د خپلواکو او شفافو څېړنو غوښتنه کړې، څو د قربانیانو حقونه خوندي شي

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی زیات شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي اندېښنو ترڅنګ، بشري ستونزې هم پراخې شوې دي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto