news اخبار فوری
clock

په ایران کې نوې نیونې؛ د «اصلاحاتو جبهې» مشره آذر منصوري او دوه نور مخکښ سیاستوال ونیول شول

په ایران کې نوې نیونې؛ د «اصلاحاتو جبهې» مشره آذر منصوري او دوه نور مخکښ سیاستوال ونیول شول

په ایران کې نوې نیونې؛ د «اصلاحاتو جبهې» مشره آذر منصوري او دوه نور مخکښ سیاستوال ونیول شول 

بریانیوز:(دوشنبه،۲۰ دلو۱۴۰۴) 

د ایران حکومت په یوه تازه اقدام کې د «اصلاحاتو جبهې» مشره آذر منصوري په ګډون درې مخکښ سیاستوال د هېواد د سیاسي نظم د ګډوډولو په تور نیولي دي. ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه کسان د امنیتي بنسټونو له لوري د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي

د ایران د امنیتي او قضایي چارواکو په وینا، پر یادو سیاستوالو تور دی چې د جنورۍ میاشتې د خونړیو لاریونونو پر مهال یې د امریکا او اسرائیل په ګټه فعالیتونه کول او هڅه یې کوله چې عامه ناارامي لا پسې پراخه کړي. چارواکي وایي، دا کړنې د هېواد د ملي امنیت پر ضد بلل کېږي

دا نیونې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په ایران کې د تېرې میاشتې د پراخو ناارامیو پر مهال د زرګونو کسانو د وژل کېدو راپورونو ولسي غوسه پارولې ده. د بشري حقونو یو شمېر بنسټونه ادعا کوي، چې په دغو اعتراضونو کې ګڼ ملکي وګړي وژل شوي او زرګونه نور نیول شوي دي، خو ایراني چارواکي د دې شمېرو کره‌والی ردوي

سیاسي شنونکي وایي، د اصلاح‌طلبو څېرو نیول ښيي چې د ایران حکومت هڅه کوي د کورنیو فشارونو او پراخو اعتراضونو پر وړاندې خپل کنټرول ټینګ کړي. د دوی په باور، دا ډول اقدامات ښايي د حکومت او اصلاح‌طلبو جریانونو ترمنځ سیاسي کړکېچ لا پسې ژور کړي

له بلې خوا، دا پرمختګونه په داسې حساس وخت کې رامنځته شوي، چې د ایران او امریکا ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا هم لوړې کچې ته رسېدلې ده. وروستیو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ د متقابلو ګواښونو زیاتېدو د سیمې د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي

کارپوهان خبرداری ورکوي، که د کورنیو ناارامیو ترڅنګ بهرني فشارونه هم دوام ومومي، نو ایران به له یوه پېچلي سیاسي او امنیتي وضعیت سره مخ شي. تر اوسه د نیول شویو سیاستوالو له لوري یا د هغوی د کورنیو له خوا رسمي غبرګون نه دی خپور شوی

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto