طالبانو بهرنیو پانګه والو ته د قانوني اقامت د ورکولو طرحه تصویب کړه
بریانیوز:(دوشنبه،۲۰ دلو۱۴۰۴)
د طالبانو اداره وايي، د بهرنیو پانګه والو د جذب په موخه یې یوه نوې طرحه تصویب کړې، چې له مخې به بهرني پانګه وال د افغانستان دننه د پانګونې په بدل کې د یو کال څخه تر لسو کلونو پورې قانوني اقامت ترلاسه کولی شي
د طالبانو د ادارې د ویاند مرستیال په وینا، دا طرحه د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري منظوره شوې او اصلي هدف یې افغانستان ته د بهرنیو پانګو راجلبول، د اقتصادي فعالیتونو پراخول او د هېواد د اقتصاد پیاوړتیا بلل کېږي. د هغه په وینا، دا اقدام به پانګهوالو ته دا زمینه برابره کړي چې له قانوني خنډونو پرته په افغانستان کې سوداګریز فعالیتونه ترسره کړي
د طالبانو چارواکي ټینګار کوي، چې دوی هڅه کوي د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي او بهرنیو پانګهوالو ته ډاډ ورکړي، چې د هغوی پانګه به خوندي وي. د دوی په وینا، د قانوني اقامت ورکول کولی شي د پانګهوالو باور زیات کړي او هغوی وهڅوي چې په بېلابېلو برخو لکه کانونو، کرنې، انرژۍ او سوداګرۍ کې پانګونه وکړي
خو له بلې خوا، اقتصادي شنونکي وایي چې یوازې د اقامت ورکول د بهرنیو پانګو د راجلبولو لپاره بسنه نه کوي. د دوی په اند، امنیت، د قوانینو شفاف تطبیق، د پانګونې د خوندیتوب تضمین او سیاسي ثبات هغه اساسي شرطونه دي، چې پرته له هغو هېڅ پانګهوال د اوږدمهاله پانګونې پرېکړه نه شي کولای
کارپوهان زیاتوي، چې په وروستیو کلونو کې افغانستان له جدي امنیتي، حقوقي او اقتصادي ستونزو سره مخ پاتې شوی او دا وضعیت د پانګهوالو پر باور منفي اغېز کړی دی. د هغوی په وینا، که څه هم دا طرحه د طالبانو له لوري یو مثبت ګام بلل کېدای شي، خو تر هغه چې د پانګونې لپاره یو روښانه حقوقي چوکاټ، بانکي اسانتیاوې او نړیوال اقتصادي تعاملات رامنځته نه شي، د دې پرېکړې عملي اغېز به محدود وي
دا طرحه په داسې وخت کې اعلان شوې، چې افغانستان له سخت اقتصادي بحران، پراخې بېکارۍ او د نړیوالو بندیزونو له امله له مالي ستونزو سره مخ دی او د طالبانو اداره هڅه کوي د بدیلو لارو له لارې اقتصاد ته خوځښت ورکړي