news اخبار فوری
clock

د ایران سرکنسول د ننګرهار له والي سره د روغتیا، کرنې او سوداګرۍ پر همکاریو خبرې وکړې

د ایران سرکنسول د ننګرهار له والي سره د روغتیا، کرنې او سوداګرۍ پر همکاریو خبرې وکړې

د ایران سرکنسول د ننګرهار له والي سره د روغتیا، کرنې او سوداګرۍ پر همکاریو خبرې وکړې

بریانیوز:(دوشنبه،۲۰ دلو۱۴۰۴)  

د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول په جلال‌اباد کې، مجید رضاپناه، د طالبانو د ادارې له لوري د ننګرهار له والي محمد نعیم آخند سره کتلي او د روغتیا، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي

د خپرې شوې رسمي خبرپاڼې له مخې، دا لیدنه د ننګرهار ولایت په مقام کې ترسره شوې، چې پکې دواړو لورو د هغو سکتورونو په اړه بحث کړی، چې د دې ولایت د اوسېدونکو لپاره ځانګړی اهمیت لري. په ناسته کې ټینګار شوی، چې روغتیايي او کرنیزې همکارۍ کولی شي د خلکو پر ژوند مستقیم اغېز ولري

د ځایي چارواکو په وینا، په دې لیدنه کې د سرطان د درملنې په برخه کې د دوو افغان ډاکټرانو د روزنې موضوع هم مطرح شوې ده. همداراز د شکر ناروغۍ د کنټرول په روغتون کې د ډاکټرانو لپاره د انلاین تعلیمي پروګرام د پیل پر طرحه خبرې شوې دي، څو د طبي پرسونل مسلکي وړتیاوې لوړې شي

سرچینې زیاتوي، چې د کرنې په برخه کې د شنو خونو (ګل‌ خانو) د جوړولو، د کرنیزو تجربو د تبادلې او د بزګرانو د ملاتړ پر امکاناتو بحث شوی دی. سربېره پر دې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیاوو، د راکړې ورکړې د پراخولو او د تاجرانـو د ستونزو د حل موضوعات هم د خبرو برخه وو

خو تر اوسه پورې د دغو همکاریو د عملي کېدو لپاره کوم کره پلان، مشخص وخت یا مالي جزئیات نه دي اعلان شوي. ځايي اوسېدونکي او کارپوهان وایي، که دا ژمنې په عملي ګامونو بدلې شي، نو کولی شي د ننګرهار په روغتیايي او اقتصادي وضعیت کې مثبت بدلون رامنځته کړي

دا لیدنه په داسې حال کې شوې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان هڅه کوي له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي او د روغتیا، کرنې او سوداګرۍ له لارې د ولس پر ستونزو فشار کم کړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto