news اخبار فوری
clock

ملت د پلار محتاج نه دی، د خپل حق غوښتونکی دی

ملت د پلار محتاج نه دی، د خپل حق غوښتونکی دی

د طالبانو د امربالمعروف وزیر خالد حنفي تازه څرګندونې چې پکې یې د طالبانو اداره د «ملت پلار» بللې، نه یوازې له سیاسي منطق سره په ټکر کې دي، بلکې د ولس د سپکاوي، خاموشولو او تابع کولو یوه ښکاره تبلیغاتي هڅه ده.

بریانیوز( دوشنبه، ٢٠ دلو ١٤٠٤)

کله چې یو حاکم ځان د ملت «پلار» معرفي کوي، په اصل کې غواړي ولس د ناپوه، کم‌عمر او بې‌اختیاره اولاد په توګه وښيي؛ داسې اولاد چې باید پوښتنه و نه کړي، نیوکه و نه کړي، او یوازې ومني. خو تاریخ، عقل او انساني کرامت دا نه مني.

پلار هغه دی چې د اولاد غږ اوري، نه دا چې خوله یې وتړي.

پلار هغه دی چې د اولاد راتلونکی روښانه کوي، نه دا چې ښوونځي یې وتړي.

پلار هغه دی چې د اولاد حق ورکوي، نه دا چې د «حق» تعریف یوازې په خپل تفسیر کې بند کړي.

که طالبان رښتیا هم ځان د ولس پلار بولي، نو ولې:

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو دروازې تړلې دي؟

ښځې له کار، سیاست او ټولنیز ژوند شړل شوې دي؟

رسنۍ چوپې کړل شوې او د شکایت حق جرم بلل کېږي؟

خلک د نیوکې په بدل کې زندان، شکنجه او جلاوطنۍ ته اړ کېږي؟

دا څنګه پلار دی چې د خپلو لوڼو راتلونکی قرباني کوي او بیا ادعا کوي چې «تر موږ بل چا ښځو ته دومره حق نه دی ورکړی»؟

دا ادعا نه حقیقت دی او نه شرعي بنسټ لري؛ دا یوازې تبلیغ دی.

طالبان وايي: «ملت مکلف دی چې اوسنی حکومت ومني.»

خو په هیڅ دین، قانون او عقل کې دا نشته چې منل د زور، وېرې او ټوپک له لارې فرض شي. مشروعیت له ولسه راځي، نه له وعظ او نه له تشو شعارونو.

ملت اولاد نه دی.

ملت بالغ دی.

ملت پوه دی.

ملت حق لري چې وپوښتي، انتقاد وکړي، رد کړي او بدیل وغواړي.

که طالبان رښتیا د یو «ښه پلار» رول غواړي، نو باید:

د خلکو خبرو ته غوږ ونیسي، نه دا چې خولې یې وتړي؛

د نجونو ښوونځي پرانیزي، نه دا چې د جنت وعده د دنیا په قیمت وپلوري؛

د ښځو حق د عمل په ډګر کې ثابت کړي، نه د شعار په جملو کې؛

ولس ته د انتخاب، نظر او تصمیم حق ورکړي.

تر هغه وخته چې دا کار نه کېږي، د «ملت پلار» اصطلاح یوازې د واک د تقدس جوړولو یوه ناکامه هڅه ده، او تاریخ ښيي چې هیڅ تبلیغ د حق ځای نه شي نیولی.

ملت پلار نه غواړي؛

ملت عدالت، حق او ازادي غواړي.

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto