کابل — په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي : ملګري ملتونه او افغانستان — د بندیزونو د څار ماموریت غځول او پر طالبانو نوي ټینګارونه
کابل — په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي : ملګري ملتونه او افغانستان د بندیزونو د څار ماموریت غځول او پر طالبانو نوي ټینګارونه
بریانیوز(جمعه ،۲۴ دلو۱۴۰۴)
کابل — په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، د امنیت شورا هغه پرېکړه چې د بندیزونو د څار ټیم ماموریت غځوي، ښيي چې نړیواله ټولنه لا هم د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه لري
فایق د پنجشنبې په ورځ (۲۳ دلو) په خپلې اېکس پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دغه پرېکړه د ترهګرۍ پر ضد د ژمنو عملي کولو، د ښځو د حقونو د بېرته ټینګښت او د ټولشموله حکومتولۍ پر جوړېدو ټینګار کوي
د پرېکړې مهم ټکي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ملګرو ملتونو امنیت شورا په پرېکړه کې په څرګند ډول ویل شوي:
د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد پر ضد د ګواښ یا برید لپاره ونه کارول شي
طالبانو ته غوښتنه شوې چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې عملي او فعال اقدامات وکړي
نړیوالې ژمنې باید عملي شي، نه یوازې لفظي پاتې شي
د ښځو حقونه او سوله
فایق ټینګار کړی چې دوامداره سوله یوازې هغه مهال ترلاسه کېدای شي چې:
ښځې په بشپړه توګه په ټولنه او سیاست کې ګډون ولري
اساسي بشري حقونه رعایت شي
یو ټولشموله حکومت رامنځته شي
د هغه په وینا، له دې پرته هر ډول ثبات لنډمهاله او ناپایدار وي

پراخ پیغام
د څار ماموریت غځول دا پیغام ورکوي چې نړیواله ټولنه لا هم افغانستان د امنیتي اندېښنو له مهمو مرکزونو څخه ګڼي او د وضعیت بدلون د طالبانو له عملي اقداماتو سره تړلی بولي