بریا نیوز:کابل حبیب الرحمن حکمتیار: د شوروي د ماتې په بریا کې د حزب اسلامي ونډه او د جهاد وروسته پړاوونو ته کتنه
بریا نیوز:کابل حبیب الرحمن حکمتیار: د شوروي د ماتې په بریا کې د حزب اسلامي ونډه او د جهاد وروسته پړاوونو ته کتنه
بریا نیوز( دوشنبه، ٢۷ دلو ١٤٠٤)
بریا نیوز: (کابل – دوشنبه، ۲۷ دلو) په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د ماتې له اووه دېرشمې کلیزې سره هممهاله، حبیب الرحمن حکمتیار په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره هغه څه یاد کړي چې ده یې د پخواني شوروي او په کابل کې د وخت کمونیستي رژیمونو «پراخ جنایتونه او ظلمونه» بللي دي
د «سوځېدلې ځمکې» تګلارې روایت

ښاغلي حکمتیار په خپل پیغام کې لیکلي چې د شوروي اتحاد ځواکونو په افغانستان کې د خپل پوځي حضور پر مهال د «سوځېدلې ځمکې» تګلاره تعقیبوله؛ هغه تګلاره چې د ده په وینا موخه یې د کلیو ویجاړول او له مجاهدینو څخه د ولسي ملاتړ پرې کول وو
د نوموړي په باور، د همدې تګلارې له مخې به کلي له خاورو سره برابرېدل، څو مجاهدین له پناهځایونو او ولسي ملاتړه بېبرخې شي او په عین وخت کې ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته د کډوالۍ پراخه څپه رامنځته شي؛ هغه اقدام چې د ده په وینا پر دغو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي فشار راوړلو په هدف ترسره کېده
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د وخت رژیمونو هم د خلکو د ستونزو د حل او غوښتنو ته د پاملرنې پر ځای د شوروي ملاتړ کاوه، او همدې تګلارې د دې لامل شو چې د نظام دننه یو شمېر کسان د حکومت پر ضد دریځ ونیسي او له مجاهدینو سره یوځای شي
د شوروي پر ضد جهاد کې د حزب اسلامي ونډه
حکمتیار د خپل پیغام په بله برخه کې ټینګار کړی چې مجاهدینو او د حزب اسلامي افغانستان ولسي ځواکونو د شوروي ځواکونو په ماتولو کې د «ملا تیر» رول ادا کړ
هغه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته تحولاتو ته په اشارې سره ادعا کړې چې «ښکاره او پټې دسيسې، د قدرت انحصار او د روس او امریکا توافقات» د جګړې د پای ته رسېدو مخه ونیوله. د ده په وینا، لوېدیځو او اروپايي هېوادونو له مسکو سره په تعامل کې د کمونیستانو او مجاهدینو د ګډ حکومت غوښتنه کوله، هغه اقدام چې د افغانستان د خلکو له جدي مخالفت سره مخ شو
د ټاکنو مخالفت او د جګړې دوام
حکمتیار همداراز لیکلي چې د شوروي ځواکونو له وتلو او په کابل کې د کمونیستي حکومت له سقوط وروسته، د سراسري ټاکنو له ترسره کېدو سره مخالفت وشو او ان ځینو مجاهد مشرانو هغه «حرام» اعلان کړې؛ په داسې حال کې چې د ده په خبره مخکې پرې توافق شوی و
هغه ادعا کړې چې پر ډاکټر نجیبالله د هغه د ګوندي ملګرو له لوري کودتا وشوه او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د استازي بنون سیوان طرحه سبوتاژ شوه، څو د شوروي له وتلو وروسته د سولې او ثبات بهیر ناکام شي؛ هغه بهیر چې د ده په باور په پایله کې یې کورنۍ جګړې دوام وموند او طالبان راڅرګند شول
د اوسني وضعیت په اړه نیوکه
حکمتیار د خپل پیغام په پای کې د طالبانو پر کړنو نیوکه کړې او لیکلي یې دي چې دغه ډله د تېرو تېروتنو تکرار کوي. هغه پوښتنه کړې چې ولې میلیونونه افغانان له هېواده تګ ته ترجیح ورکوي، په داسې حال کې چې د ده په وینا ځینې چارواکي ځان «په نړۍ کې تر ټولو غوره نظام» بولي او ان د نورو هېوادونو پر اقتصادي وضعیت ملنډې وهي
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې افغانستان لا هم له پراخو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی او د هېواد د سیاسي نظام د تېر او راتلونکي په اړه بحثونه روان دي