په داسې حال کې چې ملت له اقتصادي فشارونو کړېږي؛ طالب مشران د سل زره افغانیو کرايې او قیمتي ماڼیو خاوندان کېږي
په داسې حال کې چې د هېواد ډېری خلک له سختو اقتصادي ستونزو، لوړو مالیاتو او بېکارۍ سره مخ دي، سرچینې وایي د طالبانو ځینې لوړپوړي مشران لا هم میاشتني امتیازات او د کورونو کرايې ترلاسه کوي.
بریانیوز( چهارشنبه، ٢٩ دلو ١٤٠٤)
په سرې میاشتې ټولنې کې یوی سرچینو بریانیوز ته تایید کړه، چې د دغې ادارې لپاره د طالبانو رئیس شهابالدین دلاور هم د طالب مشرانو لپاره په میاشتني ډول د دوی د نظام له لوري د کورونو کرايې لپاره ځانګړې شوې سل زره افغانۍ ترلاسه کوي.
(د طالبانو نظام خپلو مشرانو ته د میاشتې سل زره افغانۍ د کور کرايې لپاره ورکوي، د دسترخوان خرڅ ترې جلا دی.)
نوموړی د کور کرايې په نوم دغه سل زره افغانۍ په داسې حال کې ترلاسه کوي، چې تازه یې د کابل ښار د پنځمې ناحیې په خوشال خان مېنه کې (افشارو ته نږدې) یوه ماڼۍ پېرلې ده.
دغه کور د سرې میاشتې ټولنې مرکزي دفتر څخه په درې کیلومترۍ کې موقعیت لري، چې د سرچینو په وینا په درې سوه زره ډالرو پېرل شوی او دا مهال یې کورنۍ پکې ژوند کوي.
شهابالدین دلاور خپل زوی صبغتالله دلاور هم په سرې میاشتې کې له ځان سره ګمارلی، چې د قراردادونو چارې سنبالوي.
دا په داسې حال کې ده چې ملت د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلک له بېکارۍ، لوړو بیو او د عوایدو له کمښت څخه شکایت لري. سربېره پر دې، د طالبانو له خوا هره ورځ د مالیاتو د راټولولو شرایط سخت شوي او کسبه کاران وایي چې پر دوی فشارونه زیات شوي دي. د بازار ډېری هټیوال او سوداګر ادعا کوي چې درنې مالیې او محدودیتونه یې کاروبارونه له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
منتقدین وایي، داسې ښکاري چې د اوسني نظام مشران د ولس د ستونزو پر ځای د خپلو امتیازاتو، پیسو راټولولو او مفشنو کورونو جوړولو ته لومړیتوب ورکوي. د خلکو په باور، د ولس د ژوند د ښه کېدو لپاره عملي ګامونه کم لیدل کېږي، خو د لوړپوړو چارواکو د شخصي امتیازاتو خبرونه ورځ تر بلې ډېرېږي.
خلک غوښتنه کوي چې د هېواد مشرتابه باید د ولس اقتصادي وضعیت ته جدي پام وکړي، د مالیاتو په تګلارو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او د شفافیت اصل ته ژمن پاتې شي، څو د ولس او حکومت ترمنځ واټن نور هم زیات نه شي.