طالبانو د ابنسینا دولتي فارمسي ۴۲۰ کارکوونکي ګوښه کړل؛ درملتونونه د چارواکو خپلوانو ته سپارل کېږي
د بریانیوز د معلوماتو له مخې، طالبانو د دولتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ابنسینا فارمسي دولتي شرکت ۴۲۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.
بریانیوز( پنجشنبه، ٣٠ دلو ١٤٠٤)
ګوښه شوي کارکوونکي وایي چې د دوی تر واک لاندې درملتونونه د طالبانو اړوند چارواکو د کورنیو غړو او خپلوانو ته سپارل شوي دي.
د سرچینې په وینا، له ټولو ۴۶۰ کارکوونکو څخه یوازې ۴۰ تنه، د شرکت د رییس په ګډون، په دندو پاتې دي او نور ټول له کاره لرې شوي دي.
کارکوونکي زیاتوي چې طالبانو د دوی درملتونونه ترې اخیستي او بولۍ ته یې ورکړي، خو خپله دوی ته په بولۍ کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.
دوی وایي چې ډېری درملتونونه یې په شخصي لګښت جوړ کړي وو او پر هر درملتون له اته سوه زره تر یو میلیون افغانیو پورې لګښت شوی، خو طالبانو ورته ویلي چې دا دولتي پیسې دي او دولت ته وقف شوې دي، نو ځکه تاوان نه ورکول کېږي.
ګوښه شوي کارکوونکي شکایت کوي چې بولۍ یوازې نمایشي بڼه لري او درملتونونه د طالبانو قوماندانانو او خپلوانو ته سپارل کېږي. یو تن ویلي: «په ننګرهار کې یوه دواخانه یوه طالب لوګري او بله هم قاري محمد رهبر ته ورکړل شوې چې د ملا نیک محمد رهبر وراره دی.»
دوی همدارنګه وایي چې دا بهیر لا هم روان دی او د بلخ حوزوي روغتون درملتونونه هم د یوه طالب چارواکي له لوري نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي خوریه، چې نورالله نومېږي، د ننګرهار حوزوي روغتون کې څلور درملتونونه، یوه په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې او بل په هرات حوزوي روغتون کې تر خپل واک لاندې اخیستي دي.
او همدارنګه د هرات د ګذري ولسوالي روغتون درملتون هم د هرات والي شیخ اسلام جار خپلو خپلوانو ته سپارلی دی.