د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر له پاکستان او طالبانو د نښتو د درولو غوښتنه وکړه
بریانیوز:(پنجشنبه،۲۱ حوت۱۴۰۴)
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک له پاکستان او د افغانستان له طالبانو غوښتي چې د دواړو خواوو ترمنځ مخ پر زیاتېدو نښتې ژر تر ژره ودروي
نوموړي خبرداری ورکړی چې دا روان تاوتریخوالی د بشري وضعیت د لا خرابېدو سبب ګرځي او په سیمه کې شته بشري کړکېچ نور هم ژوروي
د د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنري په وینا، وروستۍ نښتې نه یوازې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی، بلکې د بې ځایه کېدو، اقتصادي ستونزو او د بشري مرستو د رسېدو پر بهیر هم منفي اغېز کړی دی
ولکر ترک ټینګار کړی چې دواړه لوري باید له زغم کار واخلي او د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو لاره خپله کړي، څو د ملکي وګړو د زیان مخه ونیول شي
په وروستیو اونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې څو ځله نښتې شوې دي، چې له امله یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې او د سیمې اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ شوي دي
شنونکي وایي که دا کړکېچ ژر مهار نه شي، نو ښايي د سیمې امنیتي وضعیت نور هم کړکېچن کړي او بشري ستونزې لا زیاتې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1540
-
اخبار افغانستان
537
-
مقاله
199
-
سیاست
30
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl