news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ایران ولسمشر خبرداری ورکړ؛ هره اډه چې پر ایران برید وکړي «مشروع هدف» ګڼل کېږي

د ایران ولسمشر خبرداری ورکړ؛ هره اډه چې پر ایران برید وکړي «مشروع هدف» ګڼل کېږي

د ایران ولسمشر خبرداری ورکړ؛ هره اډه چې پر ایران برید وکړي «مشروع هدف» ګڼل کېږي

 بریانیوز:(پنجشنبه،۲۱ حوت۱۴۰۴)

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې هره هغه پوځي اډه چې د ایران پر ضد د برید لپاره وکارول شي، د ایران لپاره به «مشروع هدف» وبلل شي

د راپورونو له مخې، په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو د سیمې د امنیتي وضعیت، روانو نښتو او د منځني ختیځ د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې

د ایران ولسمشر ټینګار کړی چې که نړیواله ټولنه او نړیوال سازمانونه د هغو اصلي لاملونو مخه ونه نیسي چې د هغه په وینا «پر ایران تپل شوې جګړه او نظامي تېری» دی، نو دا وضعیت به د نړۍ د نظم او امنیت پر راتلونکې ژور اغېز وکړي

نوموړي خبرداری ورکړی چې د جګړې دوام کولای شي نړیوال امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړي او په سیمه کې د بې‌ ثباتۍ کچه لوړه کړي

په ورته وخت کې د سیمې شنونکي وایي چې د ایران او د لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالی نه یوازې د منځني ختیځ امنیت اغېزمنوي، بلکې ښايي نړیوال سیاسي او اقتصادي توازن هم بدل کړي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو اونیو کې په سیمه کې پوځي تاوتریخوالی زیات شوی او نړیواله ټولنه هڅه کوي د ډیپلوماټیکو لارو د کړکېچ د کمولو هڅې چټکې کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto