اروپايي کمیسیون د انرژۍ اوږدمهاله بحران خبرداری ورکړ — خلکو ته د کور څخه کار او د مصرف کمولو سپارښتنه
اروپايي کمیسیون د انرژۍ اوږدمهاله بحران خبرداری ورکړ — خلکو ته د کور څخه کار او د مصرف کمولو سپارښتنه
بریانیوز:(چهار شنبه،۱۲ حمل۱۴۰۵)
اروپايي کمیسیون د فارس خلیج په سیمه کې د روانو جګړو له امله د انرژۍ د احتمالي اوږدمهاله بحران په اړه خبرداری ورکړی او د اروپايي ټولنې له وګړو یې غوښتي چې د انرژۍ مصرف کمولو لپاره عاجل ګامونه پورته کړي
د کمیسیون په تازه څرګندونو کې ویل شوي، که روان وضعیت دوام وکړي، نو د تېلو او ګازو نړیوال بازارونه به له جدي ګډوډۍ سره مخ شي، چې دا به د اروپا پر اقتصاد، صنعت او د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز وکړي
چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې تر ممکنه حده له کور څخه کار وکړي، د شخصي موټرو کارول کم کړي او غیر ضروري الوتنې محدودې کړي. د دوی په وینا، دا اقدامات کولی شي د انرژۍ پر تقاضا فشار راکم کړي او د بحران شدت لږ کړي
سربېره پر دې، اروپايي کمیسیون د غړو هېوادونو څخه غوښتي چې د نوې او پاکې انرژۍ لکه لمریز، بادي او اوبو برېښنا پروژو ته چټکتیا ورکړي، تر څو له فوسیلي سونګ توکو څخه پر انحصار کم شي
اقتصادي شنونکي وايي، که څه هم لنډمهاله سپما اقدامات مهم دي، خو د انرژۍ د دوامداره امنیت لپاره اوږدمهاله حل یوازې د بدیلو انرژیو پراختیا ده. هغوی ټینګار کوي چې دا وضعیت د اروپا لپاره یو فرصت هم دی، څو خپله د انرژۍ تګلاره نوې او پیاوړې کړي
په ورته وخت کې، یو شمېر اروپايي هېوادونو لا دمخه د انرژۍ سپما پلانونه عملي کړي او خلکو ته یې د مصرف د کمولو لپاره لارښوونې پیل کړې دي
کارپوهان خبرداری ورکوي، که جګړه پراخه شي او یا اوږده شي، نو د انرژۍ بیې به نورې هم لوړې شي، چې دا به د انفلاسیون کچه زیاته او اقتصادي فشارونه به ډېر کړي
اروپايي کمیسیون ټینګار کړی چې ګډه همکاري، هوښیار مصرف او په نوې انرژۍ کې پانګونه کولی شي اروپا له راتلونکي انرژۍ بحران څخه وژغوري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?