news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

په اصولو ټینګوالی او د ګلبدین حکمتیار د سیاسي لارې تاریخي درسونه

په اصولو ټینګوالی او د ګلبدین حکمتیار د سیاسي لارې تاریخي درسونه

په اصولو ټینګوالی او د ګلبدین حکمتیار د سیاسي لارې تاریخي درسونه

بریانیوز:(پنجشنبه،۱۳حمل۱۴۰۵) په دې ورځو کې، په ځانګړي توګه وروسته له هغه چې د امارت اسلامي لخوا د حزب اسلامي اړوند دفترونه او بنسټونه وتړل شول او د دې حزب سیاسي فعالیتونه ودرول شول، او له دې وروسته، ګلبدین حکمتیار وروسته له څو میاشتو انتظار د معایناتو او درملنې لپاره مالیزیا ته سفر وکړ، د حزب اسلامي افغانستان یو شمېر غړي، د هغه ملاتړي او همدارنګه ډېر شمېر بې‌طرفه او آګاه افغانان خپلې نظرونه وړاندې کړي دي.

د دوی په باور، هغه څوک چې حتی په سختو شرایطو کې هم په خپلو اصولو او منطقي دریځ ټینګ ولاړ وي، د بیداره وجدان، ټینګې باور او ریښتیني غیرت خاوند دی. د دې ډلې له نظره، حکمتیار او د هغه صادق او متعهد ملګري هم له همدې کسانو څخه دي چې حتی که یوازې پاتې شي، له خپلو اصولو نه لاس نه اخلي او تل د هغه څه ملاتړ کوي چې حق او حقیقت ګڼي.

هغوی همدارنګه ټینګار کوي چې حتی یو څرګند مخالف، که په خپل دریځ ټینګ پاتې شي، د هغو کسانو په پرتله چې هره ورځ خپل رنګ بدلوي او دخپل شرعی او ملی اصول نه مخ اړوی ډېر درناوی لري. د دوی په وینا، دغه ډول «سیاسي تاجران» نه اصول لري، نه ثبات او نه احساس د مسؤلیت؛ بلکې یوازې د لنډمهاله دلییزو ګټو، شخصی منافعو او اوسنیو شرایطو تابع دي. له همدې امله، تاریخ د تل لپاره د ثابت‌قدم او روښانه دریځ لرونکو شخصیتونو یاد ساتي، نه د هغو کسانو چې د خپلو دریځونو په دوامداره بدلولو سره، په تدریجي ډول له صحنې ورک شي.

د دې لیدلورو په دوام کې ویل شوي چې ګلبدین حکمتیار په تیرو پنځو لسیزو کې د افغانستان په سیاسي او اسلامي مبارزو کې له اغېزمنو څېرو څخه ګڼل کېږي؛ هغه شخصیت چې د شوروي  یرغل او د تجاوز او د امریکا د تجاوز او یرغل پرضد د افغانستان په جهاد کې څرګند رول لوبولی،  او په ټولنه کې یې د حق، عدالت او برابري شعار لوړ کړی دی. د هغه ملاتړي باور لري چې حکمتیار د مبارزې په مسیر کې د ثبات او استقامت بېلګه پاتې شوی او د هېواد د استقلال، بشپړتیا او ملي ګټو په دفاع کې له هر ډول سازش او معاملې ډډه کړې ده.

همدارنګه، د هغه عکس چې په مالیزیا کې په یوه جومات کې د لمونځ په حال کې خپور شوی، په ټولنیزو شبکو کې پراخه انعکاس موندلی دی. کاروونکي دغه عکس د عاجزۍ، صداقت او د دیني ژمنتیا او سیاسي فعالیت ترمنځ د اړیکې نښه ګڼلې ده. د دوی په باور، هغه څوک چې په سیاسي ډګر کې د خلکو د حقونو په دفاع کې صریح او ټینګ وي، د خدای په وړاندې په نهایت تواضع او عاجزۍ درېږي؛ دا د دوی په نظر، د هغه داخلي صداقت او د اسلامي او ملي ارزښتونو سره ریښتینی ژمنتیا څرګندوي.

د ټولنیزو شبکو فعالانو په خپرونو کې د حکمتیار د سیاسي ثابتو اصولو ځینې بېلګې راوړې دي او لیکلي یې دي: د حکمتیار د ګڼو ویناوو، اعلامیو او تالیفاتو پر اساس، هغه د افغانستان د اسلامي حزب د رهبرۍ د شورا په موافقه د آزاد، خپلواک، واحد او متحد افغانستان غوښتنه کوي. هغه ټینګار کوي چې دغه نظام باید د شفافو او سرتاسری ټولټاکنو  ترسره کیدو له لارې رامنځته شي او د ټولې ټولنې د ټولو قومونو، ملتونو او ډلو د شرعي او سیاسي حقونو بشپړ احترام په پام کې ونیول شي، او په دې چوکاټ کې باید شرعي احکام تطبیق شي. همدارنګه، د خلکو د استازو له خوا د ټولو ولایتونو په ګډون د ملي شورا د منتخب استازو جوړول او د هغوی د نفوذ تناسب په ملي پریکړو کې مراعاتول د هغه د نورو مهمو اصولو څخه دي. فعالانو زیاته کړې چې دغه لیدلوري د حکمتیار د اصولو پابندي، سیاسي شفافیت او د افغانستان د قانونمند او ولسواکې نظام د رامنځته کولو هڅې ښیي.

خو د دې بحث د تقویې لپاره باید یوه مهمه موضوع هم په پام کې ونیول شي: د افغانستان سیاسي تاریخ یوازې د «په دریځ ټینګ پاتې کېدو» پر اساس قضاوت نه کوي، بلکې د «عملکرد پایلې» او «پر خلکو د اغېزې» معیارونه هم د شخصیتونو په ارزونه کې مهم ګڼل کېږي. د تېرو څو لسیزو تجربه ښودلې چې د استقامت ترڅنګ، تدبیر، انعطاف او د وخت شرایطو درک هم اړین دي ترڅو د بحرانونو د تکرار مخه ونیول شي.

همدارنګه، له حکومته د داسې تمې مطرح کېدل چې د حکمتیار په څېر شخصیتونو سره عادلانه او ټولشموله برخورد وکړي، د یوې ملي اړتیا انعکاس دی؛ یعنې داسې سیاسي نظام رامنځته کول چې پکې ګډون، د مختلفو نظرونو زغمل، او د مختلفو سیاسي ظرفیتونو کارول د حذف او انحصار پر ځای عملي شي. تاریخي تجربې ښيي چې پایدار ثبات هغه وخت رامنځته کېږي چې عدالت، شمولیت او اعتماد په عمل کې تطبیق شي.

په پای کې، د قرآن کریم یوه آیت چې یاد شوی:

﴿قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً ۖ وَكَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ﴾

همدارنګه د ځواک متمرکزېدو او بې‌عدالتیو خطرونو ته ژوره اشاره کوي. دغه پیغام ټولو سیاسي جریانونو ته یادونه کوي چې د خلکو عزت ساتل، عدالت رعایتول او له انحصار ډډه کول د هر نظام د پایدارۍ اساس دی.

په ټولیز ډول، هغه څه چې نن د افغانستان لپاره مهم دي، د «په اصولو ټینګوالي» او «د ملي ګټو لپاره انعطاف» تر منځ توازن رامنځته کول دي؛ داسې توازن چې د باثباته او عادلانه راتلونکې لپاره لاره هواروي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto