news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

پاکستان سره د ترینګلتیا له امله لسګونه زره کورنۍ بې‌ځایه شوې؛ د بشري ناورین اندېښنې زیاتې شوې

پاکستان سره د ترینګلتیا له امله لسګونه زره کورنۍ بې‌ځایه شوې؛ د بشري ناورین اندېښنې زیاتې شوې

 پاکستان سره د ترینګلتیا له امله لسګونه زره کورنۍ بې‌ځایه شوې؛ د بشري ناورین اندېښنې زیاتې شوې

بریانیوز:(شنبه،۱۵حمل۱۴۰۵)

د راپورونو له مخې، له پاکستان سره د روانو ترینګلتیاوو له امله په هېواد کې له ۲۷ زرو څخه زیاتې کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي

د طالبانو د اقتصاد وزارت وایي چې دا کورنۍ په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او کندهار ولایتونو کې بې‌ځایه شوې دي. دا موضوع په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازو سره په ګډه غونډه کې مطرح شوې ده

راپورونه ښيي چې ډېری دغه سیمې مخکې هم له فقر او د لومړنیو خدماتو له کمښت سره مخ وې، خو اوس د ناامنۍ او بې‌ځایه کېدو له امله خلکو ته د بشري مرستو رسېدل نور هم ستونزمن شوي دي. د مرستندویه ادارو په وینا، د زیانمنو کورنیو اړتیاوې ورځ تر بلې زیاتېږي او د ژوند وضعیت یې سخت شوی دی

د ماشومانو د ملاتړ ادارې وایي چې نږدې ۵۰ سلنه راستنېدونکي ماشومان دي او شاوخوا ۳۰ سلنه یې ښځې جوړوي. همدارنګه خبرداری ورکړل شوی چې روان کال ښايي تر ۳ میلیونو پورې نور کډوال هم له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شي، چې دا به پر محدودو کورنیو سرچینو لا زیات فشار راولي

کارپوهان وایي چې د بې‌ځایه شویو کورنیو دا پراخ شمېر ښيي چې سیمه‌ییز کړکېچونه یوازې سیاسي نه بلکې انساني بحران ته هم بدلېږي، او بېړنیو مرستو ته جدي اړتیا ده څو د خلکو د ژوند د لا خرابېدو مخه ونیول شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto