چین: د کابل او اسلاماباد ترمنځ د خبرو بهیر پرمختګ کړی او د بیا پیل هیلې زیاتې شوي
بریانیوز:(شنبه،۱۵حمل۱۴۰۵)
چین وایي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د خبرو بهیر ورو ورو د ښه کېدو په لور روان دی او دواړه لوري د خبرو د بیا پیل لپاره چمتووالی ښيي
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده مائو نینګ وایي چې افغانستان او پاکستان د بیجینګ له منځګړیتوب څخه هرکلی کړی او غواړي چې د ستونزو د حل لپاره د خبرو لړۍ بېرته پیل شي. د هغې په وینا، دا هڅې وروسته له هغې لا زیاتې شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیات شوی و او د سرحدي سیمو وضعیت ترینګلی شوی دی
راپورونه وایي چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې د دواړو لورو ترمنځ سرحدي نښتې زیاتې شوې دي او یوازې له اکتوبر میاشتې راهیسې په دغو نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي دي. تر ټولو زیات زیان د سرحدي سیمو عامو اوسېدونکو ته رسېدلی، چې د جګړو او ناامنۍ له امله له سختو ستونزو سره مخ دي
اسلاماباد ادعا کوي چې د افغانستان اداره ځینو وسله والو ډلو ته پناه ورکوي، خو د کابل چارواکو دا تورونه په کلکه رد کړي او وایي چې د افغانستان له خاورې هېڅ ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي
شنونکي وایي چې د چین منځګړیتوب کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي، خو ټینګار کوي چې یوازې خبرې کافي نه دي او د عملي ګامونو اخیستل اړین دي څو د سرحدي نښتو مخه ونیول شي او د خلکو ژوند خوندي شي
په همدې حال کې تمه کېږي چې په راتلونکو ورځو کې به د خبرو نوی پړاو پیل شي او دواړه لوري به د امنیت، ثبات او د اړیکو د ښه کېدو لپاره ګډې هڅې وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?