د ارومچي ناسته — چین، پاکستان او افغانستان د سولې نوې لارې لټوي
بریانیوز:(پنجشنبه،۲۰ حمل۱۴۰۵)
ارومچي — د چین، پاکستان او افغانستان استازو د اپرېل له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې د چین د شینجیانګ په مرکز ارومچي کې د یوې اوونۍ لپاره نا رسمي، خو مهمې خبرې اترې ترسره کړې، چې موخه یې د سیمه ییز کړکېچ د کمولو او د باور فضا رامنځته کول و
د چین د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغو خبرو اترو پر مهال افغانستان او پاکستان هوکړه کړې چې د روانو ستونزو د حل لپاره به «هر اړخیزې او عملي لارې» لټوي. دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم حساس بلل کېږي
د سرچینو په وینا، په دې ناستو کې پر امنیتي همکاریو، د سرحدي ستونزو پر کمولو، اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د سیاسي تفاهم پر رامنځته کولو بحثونه شوي دي. ګډونوالو ټینګار کړی چې د دوامدارې سولې لپاره باید د خبرو اترو لړۍ نوره هم پراخه او منظم شي
شنونکي دا ناسته د سیمې لپاره یو مثبت پرمختګ بولي او وایي چې د چین منځګړیتوب کولای شي د کابل او اسلاماباد ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي. د دوی په اند، که دا خبرې عملي پایلې ولري، ښايي د اوږدمهاله ثبات لپاره نوې هیلې راټوکېږي
په همدې حال کې، د سیمې خلک او نړیواله ټولنه تمه لري چې دا ډول ډیپلوماټیکې هڅې به د شخړو د پای ته رسولو او د اقتصادي ودې لپاره نوې لارې هوارې کړي، څو سیمه له تاوتریخوالي څخه د همکارۍ پر لور حرکت وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1566
-
اخبار افغانستان
573
-
مقاله
225
-
سیاست
33
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl