په خیبر کې د پولیسو درې چارواکي د افغان کډوالو څخه د ناقانونه پیسو اخېستو په تور وځنډول شول
بریانیوز:(دوشنبه،۲۴ حمل۱۴۰۵)
په خیبر پښتونخوا کې د خیبر ولسوالۍ د پولیسو مشر اعلان کړی چې هغه درې پولیس چارواکي یې له دندو ځنډولي، چې پر افغانستان ته ستنېدونکو کډوالو څخه د ناقانونه پیسو اخېستو په تور تورن وو. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د یادې موضوع اړوند ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې او پراخ غبرګونونه یې راوپارول
راپورونه ښيي چې یو شمېر افغان کډوالو، چې د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستنېږي، ادعا کړې وه چې د لارې په اوږدو کې، په ځانګړي ډول د خیبر په سیمه کې، ترې پاکستاني پولیسو په ناقانونه ډول پیسې اخیستې دي. کډوالو ویلي چې دوی له مخکې نه د سختو شرایطو، اوږدو انتظارونو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو د لارې پر سر دا ډول چلند یې وضعیت لا پسې خراب کړی دی
په دې لړ کې، په خیبر کې یو ټولنیز فعال اسلام پاچا د کډوالو دا ادعاوې د ځایي پولیسو له چارواکو سره شریکې کړې او له هغو کډوالو سره یې هم خبرې کړې چې وایي ترې پیسې اخیستل شوې دي. نوموړي د پېښې ځینې ویډیوګانې هم خپرې کړې چې له امله یې موضوع رسنیزه شوه او چارواکي اړ شول چې اقدام وکړي
د پولیسو مشر ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او که د نورو کسانو لاس لرل هم ثابت شي، نو پر ضد به یې قانوني ګامونه پورته شي. هغه زیاته کړې چې پولیس باید د قانون د پلي کولو ترڅنګ د خلکو خدمت وکړي، نه دا چې له هغوی څخه ناوړه ګټه پورته کړي
په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورونې او ترې د ناقانونه پیسو اخیستلو ادعاوې نوې نه دي، خو دا ځل دا موضوع په داسې وخت کې راپورته شوې چې زرګونه کډوال د بېرته ستنېدو په حال کې دي. د تورخم پر لاره د کډوالو ګڼه ګوڼه زیاته شوې او ډېری یې د اوږدو قطارونو، تودوخې او د اسانتیاوو د نشتوالي له امله له سختو حالاتو سره مخ دي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله، ګڼ شمېر کډوال په لنډي کوتل او نورو سرحدي سیمو کې بند پاتې وو او د لارې د پرانیستل کېدو انتظار یې کاوه. خو له تېرو دوو اونیو راهیسې، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کډوالو پر مخ د لارې د خلاصېدو هوکړه شوې، هره ورځ زرګونه افغانان خپل هېواد ته ستنېږي
کارپوهان وايي چې که څه هم د پولیسو د یادو چارواکو ځنډول یو مثبت ګام بلل کېږي، خو اړتیا ده چې د کډوالو د حقونو د خوندي کولو لپاره جدي او دوامداره اقدامات وشي، څو په راتلونکي کې د دې ډول پېښو مخه ونیول شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?