news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د اسلامي نړۍ په ستونزو کي د ترکیې کردار!

د اسلامي نړۍ په ستونزو کي د ترکیې کردار!

د اسلامي نړۍ په ستونزو کي د ترکیې کردار!

لیکونکی: هاشم شاهین

بریا نیوز:(سه‌شنبه، ۲۵ حمل ۱۴۰۵) ټولنیزو رسنیو د یوې محدودي انټرنټي کڅوړي په لگولو سره هر چا ته د بیان آزادي ورکړې؛ دلته هغه خوران هم مثبتي او منفي رأیي کاروي (تبصرې کوي) چي جمهوري اقدارو ته ژمن نه دي او دعوه لري چي جمهوري نظام ځکه ناقص دئ چي د هر کس و ناکس رأیه یو وزن لري؛ که د همدوی د اوصولو پر اساس بحث ورسره وکړئ باور وکړئ دوی د بحث کولو جواز له لاسه ورکوي!

هغه کسان چي ترکیه له ایران او نورو عرب هېوادونو سره پرتله کوي؛ ناپوهه دي او د تاریخی حقایقو ناخبردی. ترکیې یمن نه دئ ټوټه ټوټه کړی، نه ئې د سوریې خلک وژلي، نه ئې په عراق کي نیابتي ډلي جوړي کړي، نه ئې لبنان پر سني - شیعه وېشلی او نه ئې هم پر اسلامي په ځانگړي توگه عربي زمکه توغندي ویشتي.

• ترکیې د سوریې د یووالي ساتنه وکړه

• د عربانو د یووالي او د خلیج د متحد ځواک جوړولو ملاتړ ئې وکړ

• د قطر د اشغال او کلابندۍ په مقابل کي ودرېده

• د مصر پر اسلامي جمهوریت (او مرسي) ئې ننگ وکړ

• د عربو د سپرلي هرکلی ئې وکړ او د تونس د جمهوري نظام ملاتړ ئې وکړ

• د سعودي عربستان د کمزوري کولو مخه ئې ونیوله

• د سوډان د ټوټه کېدو سره سخت مخالفت کوي

• له مقدسي زمکي او دعوې ئې اخلاقي او مادي ملاتړ کړی

• له ملعون قام سره ئې تر ۷-اکټوبر وروسته د میلیاردونو ډالرو تجارت ودرولی

• لیبیا ئې متحده وساتله

• له صومالیې نه ئې دفاع وکړه

• آذربائیجان ته ئې کاراباغ وگټلو

• د پاکستان سره ئې د هند په جگړه کي پوره همکاري وکړه

د ترکیې ولســمشر رجب طیب اردوغان په ښکاره ویلي چي: "موږ د عرب هېوادونو د ځواک او یووالي ملاتړي یو." او دا خبره ئې عملاً هم په اثبات هم رسولې. په اوسني بحران کي ئې هم ډېر واضح موقف غوره کړی او د ایران په اړه ئې د دې هېواد د تجزیې او رژیم د بدلون پر ضد دریځ نیولی او امریکا ته ئې په ښکاره ویلي: "موږ د ایران تجزیه نه منو."

په اسلامي نړۍ کي چي کله د ترکیې پر تعمیري کردار بحث کېږي نو ځیني مغرض او ناروغ کسان وایي تاسي د اردوغان خلافت ته منتظر یاست او د خلیفه په سترگه ورته گورئ! اردوغان یقیناً نه عثماني خلافت احیاء کوي او نه اوسنی نړئوال نظم او خپله اسلامي نړۍ سمدستي داسي یو نظام تحمل کولی سي؛ دا کسان له زمکني حقائقو بېـخبره دي؛ دوی د اردوغان هغه سیاست چي غواړي ترکیه د غرب پر ځای اسلامي نړۍ ته نږدې کړي په بل عنوان تعبیروي یا بدنام کوي؛ د عربو له سپرلي نه چي په خلیج کي ئې د جمهوري انقلاب بللی سو ملاتړ له امله د خلیج له ځینو هېوادونو سره ئې اړیکي ډېري ترینگلي سوې بلکي د همدې دریځ له امله ئې په میلیاردونو ډالر تاوان هم وکړ.

پر قطر د ملعون قام تر برید وروسته ئې په اسلامي سرمشریزه کي په زغرده وویل: "اې عربانو! تاسي نسئ کولی د ملعون قام پر وړاندي د امریکایي وسلو پر مټ ثابت ودرېږئ؛ راځئ چي له هغوی سره اقتصادي پرېـکون اعلان کړو. موږ په ترکیه کي د ملعون قام سره د تجارتي پرېکون له امله د کاله ۱۰ میلیارده ډالر تاوان کړی خو د مقدسي زمکي د ماشومانو لپاره دا قرباني بیا هم ورکوو. راځئ چي د دوی ملکي الوتني له خپلو فضاوو تېرېدلو ته پرېنــږدو."


خو عرب دیکتاتورانو کله دا منلی شوه؟! دوی نن هم د اوکراین غوندي محکوم او نیم پاته هېواد سره دفاعي تړونونه کولی شي خو له ترکیې سره نه.

لنډه دا چي ترکیه نه د عرب هېوادونو په څېر ده او نه د ایران. د سوریې عبوري نظام ئې ډېر ښه او زورور مثال دئ؛ په سوریه کي د مستبد بشار الاسد تر تېښتي وروسته وضعیت داسي وو لکه په افغانستان کي د مجاهدینو تر فتحي وروسته وضعیت؛ خو زموږ شریرو گاونډیانو او نړیوال توطئو موږ کورنۍ جگړي ته سوق کړو البته ترکیې بیا د سوریې په درځنونو نظامي او په فکري لحاظ متفاوت گوندونو پر یوه ټبـر راغونډ کړل او یو جمهوري نظام ئې ورته جوړ کړ.

همدې ته تعمیر ویلی شو؛ نه هغه چي عرب دیکتاتوران ئې په یمن، سوریه، صومالیه او ځانگړي توگه سوډان کي کوي او یا هغه منفي کردار چي ایران په یمن، عراق، لبنان او سوریه کي ولوباوه؛ تاسي ئې کردار پرتله کړئ!

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto