د ملګرو ملتونو : له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې افغان ښځې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي
بریا نیوز:(چهارشنبه، ۲۶ حمل ۱۴۰۵)
د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې ادارې په نوي راپور کې ویلي، چې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې ښځې له سختو اقتصادي ستونزو، د کار له کمښت او د عاید له نشتوالي سره مخ دي، چې د دوی د ژوند حالت یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی
د راپور له مخې یوازې اوولس سلنه راستنې شوې ښځې منظم عاید لري، په داسې حال کې چې پاتې لویه برخه یې د بېکارۍ او بېثباته کارونو له ستونزې کړېږي. راپور څرګندوي چې د ښځو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو پر ځای وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د ژوند بنسټیزې اړتیاوې یې هم له خطر سره مخ دي
د معلوماتو له مخې، اووه اویا سلنه له ایران څخه راستنې شوې ښځې او څلور شپېته سلنه له پاکستان څخه راستنې شوې ښځې وزګارې دي. د هغو ښځو لپاره چې لنډمهاله کارونه پیدا کوي، منځنی میاشتنی عاید شاوخوا زر او سل افغانۍ ښودل شوی، چې دا اندازه د ورځني ژوند د اړتیاوو لپاره ډېره کمه بلل کېږي
راپور زیاتوي چې دوه نوي سلنه ښځې په داسې کارونو بوختې دي چې هېڅ ډول د کار خونديتوب نه لري او عاید یې هم ډېر ټیټ دی
دا حالت د ښځو د اقتصادي راتلونکي لپاره جدي اندېښنې راپورته کوي او د بېوزلۍ کچه نوره هم لوړوي
د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اداره دا هم وايي چې شاوخوا څلوېښت سلنه له راستنو شویو ښځو سره مسلکي مهارتونه شته، خو بیا هم د کار مناسب فرصتونه نه مومي. دا حالت ښيي چې د مهارت لرونکو کسانو او د کار د بازار ترمنځ لوی واټن موجود دی
همدارنګه راپور وايي چې اووه پنځوس سلنه ښځې د پخوا په پرتله کم عاید لري، چې دا بدلون د اقتصادي شرایطو د خرابوالي، د کار د کمښت او د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي له امله رامنځته شوی دی
د راپور په پای کې ویل شوي چې که د راستنو شویو ښځو لپاره د کار زمینه برابره نه شي، د مهارت لوړولو پروګرامونه زیات نه شي او اقتصادي ملاتړ ورنه کړل شي، نو د بېوزلۍ او ټولنیزو ستونزو کچه به لا پسې لوړه شي او د کورنیو پر ژوند به ژور اغېز وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?